Asset 1SWN

سلام وطندار

۱۰۲۹ کورنۍ له ګاونډیو هېوادونو بېرته راستنې شوي

کډوال ۸۸

د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون وايي، پرون پنجشنبه، غويي ۳۱مه، هېواد ته راستنو شويو افغان کډوالو ته د ثبت، لېږد، مالي مرستو، روغتیايي خدمتونو او عامه پوهاوي په برخو کې بېلابېل خدمات وړاندې شوي دي.

د کمېسیون د معلوماتو له مخې، په ننګرهار کې د تورخم له لارې ۸۳۱ کورنۍ چې ۴۵۹۰ کسان کېږي، هېواد ته راستانه او ثبت شوې دي. همدارنګه ۶۱۱ کورنۍ چې ۳۵۷۹کسان کېږي، ننګرهار، کونړ، لغمان او کابل ته لېږدول شوي او د ترانسپورټ لپاره ورته څه باندې ۲ اعشاریه ۴ میلیونه افغانۍ ورکړل شوې دي.

کمېسیون زیاتوي، په تورخم کې له ۹۰۷ کورنیو سره تر ۷ اعشاریه ۶ میلیونه افغانیو زیاتې نغدي مرستې شوې دي. دغه‌راز په عمري کمپ کې راستنېدونکو ته روغتیايي او مخابراتي خدمات هم برابر شوي چې په‌کې ۹۳۱ سیم‌کارتونه له فعالو بستونو سره وېشل شوي دي.

په کندهار کې د سپین‌بولدک له لارې ۸۲ کورنۍ چې ۴۳۸ کسان کېږي، هېواد ته راستنې شوې دي. له دې سربېره، ۱۱۸ کورنۍ بېلابېلو ولایتونو ته لېږدول شوې او د ترانسپورټ لپاره ورته نږدې ۱ اعشاریه ۶ میلیونه افغانۍ ورکړل شوې دي. همدارنګه، له ۱۲۶ کورنیو سره څه باندې یو میلیون افغانۍ مرسته شوې او راستنېدونکو ته خوراکي، روغتیايي او مخابراتي خدمات هم وړاندې شوي دي.

په نیمروز کې د ورېښمو لار له لارې ۱۳۱ کورنۍ او ۱۵۴۰ مسافر هېواد ته راستانه شوي دي. د راپور له مخې، په دې ولایت کې له ۱۰ کورنیو سره ۸۰ زره افغانۍ مرسته شوې او ۹۳۵ کسان ناروغان هم تداوي شوي دي.

په هرات کې د اسلام‌کلا له لارې ۲۵ کورنۍ هېواد ته راستنې شوې دي. همدارنګه، له ۲۴ کورنیو سره ۱۵۰زره افغانۍ مرسته شوې ده.

بل‌خوا، د کابل د ټرانسپورټ او لېږد کمېټې ویلي، ۱۴۷ کورنۍ چې ۷۸۱ کسان کېږي، بېلابېلو ولایتونو ته لېږدول شوې دي او د ترانسپورټ لپاره تر ۵۵۰زره افغانیو زیاتې پیسې ورکړل شوې دي.

د مهاجرینو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون د ټولیزو شمېرو له مخې، په یاده ورځ ۱۰۶۹ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۵۶۶۳ تنو ته رسېږي، ثبت شوې دي. همدارنګه ۸۷۶ کورنۍ لېږدول شوې، له ۱۰۶۷ کورنیو سره نغدي مرستې شوي او ۱۰۱۲ سیمکارتونه وېشل شوي دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام