Asset 1SWN

سلام وطندار

له ګاونډیو هېوادونو ۹۵۵ کورنۍ راستنې شوي

کډوال

له ګاونډیو هېوادونو شاوخوا ۹۵۵ کورنۍ چې په ټولیز ډول یې شمېر پنځه زره او ۱۰۲ کسان ته رسېږي، تېره ورځ بېرته هېواد ته راستانه شوې دي.

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت نن پنجشنبه، پر خپله اېکس‌پاڼه په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، یوازې د ننګرهار د تورخم له لارې ۷۵۹ کورنۍ هېواد ته داخلې شوې دي.

د خبرپاڼې له مخې، د کندهار د سپین‌بولدک له لارې ۱۱۵ کورنۍ، د نیمروز له پولې ۴۶ کورنۍ، د هرات د اسلام‌کلا له لارې ۳۳ کورنۍ او د هلمند د بهرامچې له لارې دوه کورنۍ هېواد ته راستنې شوې دي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


دا په داسې حال کې ده چې په وروستیو میاشتو کې له پاکستان او ایران څخه د افغانانو د ایستلو او جبري ستنولو لړۍ چټکه شوې ده.

د راپورونو له مخې، ډېری راستانه شوي له سختو اقتصادي ستونزو، د سرپناه له نشتوالي او د ژوند د لومړنیو اسانتیاوو له کمښت سره مخ دي.

نړیوالو مرستندویو ادارو خبرداری ورکړی چې د کډوالو زیاتېدونکی بېرته ستنېدنه ښايي په افغانستان کې بشري بحران نور هم ژور کړي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام