Asset 1SWN

سلام وطندار

د پاکستان له زندانونو ۴۹۱ افغان کډوال ازاد شول

HHsKSudWoAI11HU

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت ویلي، د پاکستان له زندانونو نږدې ۵۰۰ افغان کډوال ازاد او هېواد ته راستانه شول.

دغه وزارت نن پنجشنبه د ثور ۱۷ / مې ۷ پر اېکسپاڼه لیکلي چې دغه ۴۹۱ افغان کډوال روانه اونۍ کې د پاکستان له مختلفو بندخونو ازاد او د ننګرهار تورخم او د کندهار سپین‌بولدک له لارې هېواد ته راستانه شوي.

د کندهار او ننګرهار د کډوالو او راستنېدونکو چارو ریاستونو د لېږد امریتونو ویلي، ۳۷۹ د تورخم او ۱۱۲ د سپین‌بولدک له لارې هېواد ته راغلي.

په دغې ډله کې کورنۍ او مجردان شامل او د اسنادو نه‌لرلو له امله بندیان شوي وو.

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت زیاته کړې چې یاد افغانان هېواد ته له راستنېدو او د مرستو له ترلاسه کولو وروسته خپلو اصلي سیمو ته لېږدول شوي دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام