Asset 1SWN

سلام وطندار

د ډېر عاید تمه؛ ځوانان څنګه د انلاین پانګونو لومه کې ښکېل شول؟

عکس AI

د هېواد په ۱۱ ولایتونو کې له ۲۵ ځوانانو سره د سلام‌وطندار د خبرو موندنې ښيي چې ډېری یې په انلاین پلټ‌فارمونو او شبکه‌يي بازار موندنې شرکتونو کې له پانګونې وروسته، د خپلې پانګې یوه برخه یا ټوله له لاسه ورکړې؛ پرته له دې چې ژمنه شوې ګټه ترلاسه کړي.

شبکه‌يي بازارموندنه یا «نېټورک مارکېټینګ» د سوداګرۍ هغه ډول دی چې په‌کې خلک د توکو د پلور ترڅنګ، د نویو غړو د جذب له لارې هم عاید ترلاسه کوي.

خو یو شمېر کارپوهان وايي، ځینې دغه پروګرامونه د واقعي محصولاتو د پلور پر ځای، تر ډېره د خلکو پر جذب او پانګې راټولولو تمرکز کوي، هغه موضوع چې د شفافیت او څار د نشتوالي له امله د پانګې له له‌لاسه ورکولو خطر زیاتوي.

په دې راپور کې د کابل، کونړ، کاپیسا، کندوز، بادغیس، بغلان، فاریاب، هرات، هلمند، جوزجان او پنجشېر ولایتونو له ۲۵ ځوانانو (۱۷ نارینه او ۸ ښځو) سره خبرې شوي.

له دې ډلې، ۱۶ هغوی د «یونیک فایننس»،«AgiGPT-QT4» او «ګولډبېس» په څېر د پانګونې انلاین پلټ‌فارمونو کې پانګونه کړې او ۹ نورو د «پنبه‌ریز» او «لدورا» په څېر د شبکه‌يي بازار موندنې شرکتونو کې فعالیت درلود.

موندنې ښيي چې د دغو کسانو د پانګونې کچه له ۲۰ زره افغانیو تر ۱۷۰۰ امریکايي ډالرو پورې وه.

مرکه‌شویو ویلي، د محصولاتو نه‌پلور، د نویو کسانو د جذب ناتواني او د دې پروګرامونو نامالوم جوړښت، هغه مهم دلیلونه دي چې د مالي زیان او د ژمنه شوې ګټې د نه‌ترلاسه کېدو لامل شوي.

د باور دام او د چټک عاید ژمنې

د هرات اوسېدونکې ۳۴ کلنه زهره چې د اقتصادي ستونزو او په لنډ وخت کې د ډېر عاید ترلاسه کولو ژمنې له امله یې دغه کار پیل کړی، وايي:

«زما د کار پیلولو اصلي لامل اقتصادي ستونزې وې. ویل کېدل چې دا کار چټک عاید لري او پرته له دې چې له کوره بهر لاړه شم، عاید ترلاسه کولی شم. ځکه چې متأهله یم او د کور مسؤلیتونه پر اوږو لرم، دا ډول کار راته مناسب ښکاره شو.»

د کونړ اوسېدونکی ۳۰ کلن شېرشاه هم وايي چې د اقتصادي وضعیت د بدلون او د زیات عاید ترلاسه کولو په هیله یې د دغه کار اقدام کړی، خو په پای کې له مالي زیان سره مخ شوی.

هغه زیاتوي: «غوښتل مې په لږ وخت کې ډېر عاید ولرم او ژوند مې بدل شي؛ خو وروسته پوه شوم چې تېروتنه مې کړې وه.»

د جوزجان اوسېدونکی ۳۰ کلن احمدرشاد چې د خپل یوه نږدې ملګري په هڅونه یې په یوه انلاین پلټ‌فارم کې ۱۷۰۰ امریکايي ډالر پانګونه کړې وه، له لنډ وخت وروسته یې خپله ټوله پانګه له لاسه ورکړه.

«زما د کاکا زوی چې په بلجیم کې ژوند کوي، زه یې وهڅولم او ویې ویل که په دې سایټ کې پیسې واچوې، هره میاشت به له ۳۰۰ تر ۴۰۰ ډالرو ګټه ترلاسه کړې. ما هم پر هغه باور وکړ او پانګونه مې وکړه، خو له یوې میاشتې وروسته زما ټولې پیسې کنګل شوې او شرکت هم ورک شو.»

د پنجشېر اوسېدونکي ۳۲ کلن عنایت‌الله چې د شبکه‌يي بازارموندنې په یوه شرکت کې له یو کال فعالیت وروسته یې د پلور او د کاري ډلې د جوړولو په برخه کې د ناکامۍ له امله، له کاره لاس اخیستی، وايي:

«د خپل یوه ملګري په هڅونه دې کار ته داخل شوم. له پیل وړاندې یې راته انلاین سیمینارونه جوړ کړل، خو ځکه چې محصولات ګران وو او ونه توانېدم شبکه جوړه کړم یا په پلور کې بریالی شم، په پای کې د ګټې پر ځای تاواني شوم.»

د حقوقي تضمینونو د نشتوالي ستونزه

د مرکې له ګډون‌کونکو څخه ۱۶ ځوانان چې په شبکه‌يي بازارموندنې او انلاین پانګونو کې یې فعالیت کړی، د خپلو پانګو له له‌لاسه ورکولو یو مهم لامل د رسمي قراردادونو او حقوقي تضمینونو نشتوالی بولي.

دوی وايي، د مشخصې پتې د نه‌شتون او د دې پروګرامونو د مسوولانو د نه ځواب‌ویلو له امله نه‌دي توانېدلي چې خپلې له لاسه ورکړې پانګې تعقیب او بېرته ترلاسه کړي.

د هرات اوسېدونکی ۲۸ کلن احمد وايي: «هڅه مې وکړه چې د خپلو پیسو یوه برخه بېرته ترلاسه کړم، خو بریالی نه شوم؛ ځکه هېڅ رسمي قرارداد موجود نه‌و او نه هم راسره کوم قوي سند و.»

د بادغیس اوسېدونکی ۲۵ کلن میروس هم وايي: «موږ د پروګرام مسوولان نه پېژندل. یوازې د پیغام‌رسونې یوه پاڼه‌وه چې ځواب یې نه‌راکاوه. فکر کوم روباټ وو. هېڅ رسمي سند مو نه‌درلود او ونه توانېدو چې څه وکړو.»

شرکتونه څه وايي؟

په مقابل کې، دې برخه کې ځینې فعال شرکتونه وايي چې د دوی فعالیتونه قانوني او ثبت شوي او د افرادو د عاید یوه برخه د محصولاتو د واقعي پلور له لارې ترلاسه کېږي.

د «پنبه‌ریز» شرکت د یوې استازولۍ مسوول عبدالبصیر غفوري وايي، د دې شرکت فعالیت رسمي او جواز لرونکی دی.

«موږ په دوو برخو کې فعالیت کوو، د محصولاتو پلور او د ټیم جوړونه. پلور فعال عاید دی او ټیم جوړونه غیر فعال عاید ګڼل کېږي. خلکو ته لازم مالومات ورکول کېږي او که محصول ونه پلورل شي، خپله یې کارولی شي.»

بېکاري او اعلانات؛ د ځوانانو د جذب دوه اصلي لاملونه

اقتصادي کارپوهان وايي، د بېکارۍ زیاتوالی، د کاري فرصتونو محدودیت او په ټولنیزو شبکو کې پراخ اعلانونه، هغه مهم عوامل دي چې ځوانان دې ډول فعالیتونو ته هڅول کیږي.

دوه اقتصادي کارپوهان شاکر یعقوبي او ایرج فقیري ټینګار کوي چې د ځوانانو د مالي زیانونو د مخنیوي لپاره د کاري فرصتونو رامنځته کول، د کوچنیو کاروبارونو ملاتړ او د مشخصو قوانینو جوړول اړین دي.

د دوی په باور، حکومت او اړوند بنسټونه باید پر دې برخو تمرکز وکړي: د واقعي کاري فرصتونو رامنځته کول، د کوچني کاروبار ملاتړ، د تخنیکي او مسلکي مهارتونو زده‌کړه او مالي سرچینو ته لاسرسی. همدارنګه، د هرمي سیستمونو د خطرونو په اړه عامه پوهاوی او پر سوداګریزو فعالیتونو څارنه ځانګړی اهمیت لري.

دوی زیاتوي، ډېر کسان د اقتصادي بې‌ثباتۍ او د ډیجیټلي ماملاتو په اړه د کافي پوهې د نشتوالي له امله، په پیل کې ښايي لږه ګټه ترلاسه کړي، خو وروسته له درنو زیانونو سره مخ کېږي.

له اقتصادي فشارونو د اعلاناتو حیرانونکو دامونو کې لوېدو پورې

ټولنیز کارپوهان هم باور لري چې اقتصادي فشارونه، بېکاري او کورنۍ ستونزې لامل شوي چې ګڼ شمېر ځوانان شبکه‌يي فعالیتونو ته مخه کړي.

د ټولنیزو چارو کارپوه شعیب احمدي وايي: «اقتصادي فشارونه او کورنۍ ستونزې ځوانان دې کارونو ته هڅوي. همدارنګه، تېر اسېدونکي اعلانونه او د نورو د بریالیتوب کیسې هغوی نور هم تشویقوي.»

د ارواپوهانو په اند، د «چټک عاید» ژمنو ته د ځوانانو جذب تر ډېره یو رواني پدیده ده، نه یوازې اقتصادي؛ ځکه دا سیستمونه د خلکو پر احساساتو او ذهني تېروتنو ولاړ وي.

ارواپوه نصرت‌الله فروتن وايي: «له ناکامۍ وروسته، کسان له جدي رواني ستونزو لکه پر ځان د ‌باور کمېدو، مالي اندېښنو، د شرم احساس او انزوا سره مخ کېږي، په ځانګړي ډول هغه مهال چې نور کسان یې هم دې پروګرامونو ته راجلب کړي وي.»

سلام‌وطندار هڅه وکړه چې د شبکه‌يي بازار موندنې شرکتونو او انلاین پلټ‌فارمونو فعالیتونو په اړه د صنعت او سوداګرۍ وزارت او همدارنګه د مخابراتو او مالوماتي ټکنالوژۍ وزارت نظرونه هم ترلاسه کړي، خو له پرله‌پسې هڅو سره سره، د دې راپور د خپرېدو تر وخته د یادو بنسټونو له لوري کوم ځواب وړاندې نه‌شو.

دې سره، کارپوهان خبرداری ورکوي چې د اغېزمنې څارنې نشتوالی، د عامه پوهاوي کمزوري او په مجازي فضا کې پراخ اعلانونه، د دې ډول لوړخطره فعالیتونو د پراخېدو زمینه برابره کړې؛ هغه موضوع چې د دوی په باور، د مسوولو بنسټونو جدي پاملرنې او د روښانه نظارتي چوکاټونو جوړولو ته اړتیا لري.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام