اسراییل او لبنان د ۴۵ ورځني اوربند پر غځولو هوکړې ته رسېدلي د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي چې اسراییل او لبنان د امریکا په منځګړیتوب له دوه ورځنیو مذاکراتو وروسته د اپرېل د ۱۶مې اوربند د ۴۵ نورو ورځو لپاره د غځولو هوکړې ته رسېدلي دي.