د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي چې اسراییل او لبنان د امریکا په منځګړیتوب له دوه ورځنیو مذاکراتو وروسته د اپرېل د ۱۶مې اوربند د ۴۵ نورو ورځو لپاره د غځولو هوکړې ته رسېدلي دي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند، ټامي پیګوټ، نن شنبه، مې ۱۶مه پر خپله اېکسپاڼه لیکلي چې د لبنان او اسراییل ترمنځ خبرې به د جون په دویمه او درېیمه نېټه د امریکا په کوربهتوب بېرته پیل شي.
هغه زیاته کړې چې د مې ۲۹مه به په پنتاګون کې د لبنان او اسراییل د پوځي پلاوو په ګډون یو امنیتي بهیر هم پیل شي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند ویلي، هیله لري چې دغه مذاکرات به د لبنان او اسراییل ترمنځ د تلپاتې سولې د ټینګښت، د یو بل د بشپړ حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا د درناوي او د دواړو هېوادونو ترمنځ پر ګډه پوله د رښتینې امنیت د رامنځتهکېدو لامل شي.
د لبنان او اسراییل پلاوو د مې ۱۴مه او ۱۵مه په واشنګټن کې لیدنې کړې وې، څو د اوربند د غځولو پر شرایطو خبرې وکړي.
د دغو مذاکراتو پر مهال، د لبنان پلاوی د امریکا لپاره د دغه هېواد د پخواني سفیر سیمون کرم په مشرۍ او د اسراییل پلاوی د ملي امنیت شورا د مرستیال سلاکار جوزف یوسي په مشرۍ ګډون کړی و.
د یادونې وړ ده چې د خبرو لومړی پړاو د اپرېل په ۱۴مه د لبنان د اوربند هوکړې ته رسېدلی و چې د اپرېل له ۱۷مې نافذ شوی. دغه اوربند وروسته د اپرېل په ۲۳مه د دویم پړاو مذاکراتو وروسته د درېیو نورو اوونیو لپاره هم وغځول شو.