د ایران سپاه پاسداران د عامه اړیکو دفتر ویلي، امریکايي ځواکونو یو ځل بیا په سیریک او قشم ټاپو توغندیز بریدونه کړي.
ایراني رسنیو راپور ورکړی چې د دغو بریدونو په ځواب کې د سپاهپاسداران هوایي ځواکونو له لوري کویټ کې د «عليالسالم» په شمول پر دوو هوايي اډو او بحرین کې د امریکا د سمندري ځواکونو پر تاسیساتو د توغندیزو او بېپیلوټه الوتکو بریدونه شوي.
که څه هم سپاهپاسداران د دغو بریدونو پرمهال د اوښتي زیان کچې په اړه څه نه دي ویلي، خو زیاته امریکا ته یې خبرداری ورکړی چې که بیا دا ډول اقدامات یا یرغل تکرار کړي، نو ځواب به یوازې په محدود غبرګون بسنه ونهکړي.
د سپاه په خبرپاڼه کې ویل شوي چې: «د هرمز تنګي بشپړ تړل او د نفتو او ګازو د صادراتو د درولو احتمالي پایلو مسوولیت به ستاسو پر غاړه وي.»
ورته وخت کې ایراني رسنیو د ځینو سرچینو په خبره راپور ورکړی چې د کویټ او بحرین هوایي ډګرونو څخه الوتنې ځنډول شوي دي.