حزبالله وايي چې د تېرو ۲۴ساعتونو پرمهال یې د لبنان په سوېل کې د اسراییلي ځواکونو پر مورچلو او ډلکیو درې جلا بریدونه کړي دي.
دې ډلې په ټیلیګرام کې په خپرو شویو خبرپاڼو کې ویلي چې د پنجشنبې په ماښام شاوخوا ۹ بجې یې د وادي الحُجیر سیمې په څنډو کې د اسراییلي سرتېرو پر یوه ځای د راکټونو برید کړی دی. وادي الحُجیر د صور ښار ختیځ لور ته، د لیتاني سیند ته نږدې پرته سیمه ده.
حزبالله همداراز ادعا کړې چې وروسته یې د صور ښار شمال ختیځ ته د حداثا ښارګوټي په شاوخوا کې د اسراییلي پوځي وسایطو او سرتېرو پر راټولېدو دوې توپچي بریدونه کړې دي. د ډلې په وینا، لومړی برید د پنجشنبې په شپه ۱۱:۳۰ بجې او دویم د جمعې په سهار ۱۲:۳۰ بجې شوی دی.
د حزبالله په خبره، دغه بریدونه وروسته له هغې ترسره شوي چې اسراییلي ځواکونو د لبنان پر جنوبي سیمو هوايي او توپچي بریدونه کړي وو.
تر اوسه اسراییلي چارواکو د حزبالله د دغو ادعاوو په اړه څه نه دي ویلي او د بریدونو د احتمالي تلفاتو یا زیانونو په اړه هم خپلواکې سرچینې معلومات نه دي خپاره کړي.