Asset 1SWN

سلام وطندار

حزب‌الله: لبنان کې مو پر اسراییلي ځواکونو۱۳ بریدونه کړي

web-wo24-us-hezbollah

د حزب‌الله ډلې د لبنان سوېل په بېلابېلو سیمو کې د اسراییلو پر ځواکونو ۱۳ جلا بریدونه کړي دي. د ډلې په وینا، په دغو بریدونو کې د سرتېرو ډلې، پوځي وسایط او د پوځ د قومندې مرکزونه په نښه شوي دي.

حزب‌الله په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د راکېټونو، توپچي بریدونو، هدایت‌شویو توغندیو او بریدګرو ډرونونو په وسیله یې د اسراییلي ځواکونو د ځای پر ځای کېدو او پرمختګونو پر ضد عملیات کړي دي.

د خبرپاڼې له مخې، د لبنان سوېل په څو مهمو سیمو کې سختې نښتې شوې دي؛ هغه سیمې چې اسراییلي ځواکونه په‌کې عملیات کوي.

حزب‌الله ادعا کړې چې د حداثا او البلوع په سیمو کې یې څو اسراییلي «مرکاوا» ټانکونه په نښه کړي او د یوه پوځي موټر پر ضد یې چاودېدونکی ماین کارولی دی.

د ډلې په وینا، له دې امله اسراییلي ځواکونه اړ شول خپل پرمختګ ودروي او د اسراییلو د هوايي ځواک تر پوښښ لاندې شاتګ وکړي.

خبرپاڼه زیاتوي چې نور بریدونه د لبنان سوېل د تاریخي بوفور کلاشاوخوا او د بیاضه ښارګوټي په سیمه کې ځای پر ځای شویو اسراییلي ځواکونو متمرکز وو. حزب‌الله ویلي چې هدایت‌شویو توغندیو او راکېټي بریدونو هلته د قومندې یو مرکز او زغروال پوځي واحدونه په نښه کړي دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام