Asset 1SWN

سلام وطندار

د اسراییل او حزب‌الله جګړه؛ لبنان کې تر ۳۰۰۰ ډېر کسان وژل شوي

عکس: اشراق‌الوسط رسنۍ

د لبنان د عامې روغتیا وزارت ویلي، تېرو څه کم دریو میاشتو کې پر لبنان د اسراییل بریدونو کې څه باندې ۳ زره کسان وژل شوي.

د راپورونو پر اساس، دغه وزارت ویلي چې د مارچ میاشتې له دویمې نیټې راهیسې د اسراییل بریدونو پرمهال لږترلږه ۳۰۲۰ کسان وژل شوي او ۹۲۷۳ نور ټپیان دي.

د اسراییل د بریدونو قربانیانو کې ۶۱۹ ښځې، ماشومان او روغتیايي کارکوونکي هم شامل دي.

سره له دې چې د امریکا په منځګړیتوب د لبنان حزب‌الله او اسراییل ترمنځ اوربند شوی، خو پر لبنان د اسراییل مرګوني بریدونه اوس هم دوام لري.

د راپورونو پر اساس، د دوشنبې په ورځ لږترلږه ۷ کسان وژل او یو شمېر نور ژوبل شوي.

د اسرائیلو پوځ ویلي، چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې یې د لبنان په سوېل کې د حزب‌الله تر ۳۰ ډېرې پوستې په نښه کړې دي.

د لبنان حزب‌الله او اسراییل ترمنځ جګړه هغه مهال شدیده شوه چې پر ایران د دې هېواد او د امریکا له لوري بریدونه وشول.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام