د ننګرهار اچین ولسوالۍ کې د یوه کور نړېدو پېښه کې درې کسانو ژوند بایللی او یو ټپي شوی.
د ننګرهار د اطلاعاتو کلتور ریاست د اطلاعاتو امر صدیقالله قریشي سلاموطندار ته وویل، پېښه تېره شپه د اچين ولسوالۍ «عبدالخېلو» سيمه کې د سخت طوفان له امله شوې.
هغه وویل، د ملک پرګل د کور ديوال او دوو خونو د نړېدو له امله د هغه د کورنۍ ۳۲ کلن سميدګل، يوه ۳۴ کلنه مېرمن او درې کلن ماشوم شهيدان او يوه لس کلنه نجلۍ ټپي شوې.
د یادونې ده چې تر دې وړاندې هم ننګرهار او نورو ولایتونو کې د ورته پېښو له امله مرګژوبله اوښتې ده.