د کاپیسا په تګاب ولسوالۍ کې د سختو بارانونو له امله د یوه استوګنیز کور چت نړېدلی چې د یوې کورنۍ څلور غړو ژوند بایللی.
د کاپیسا د امنیې قومندانۍ ویاند عبدالفتاح فایز سلاموطندار ته ویلي، دا پېښه تېره ورځ یکشنبه د تګاب ولسوالۍ بدراب سیمه کې شوې او قربانيانو کې دوه ښځې او دوه ماشومان شامل دي.
ښاغلي فایز زیاته کړې، له پېښې وروسته مسوولان سیمې ته رسېدلي او د زیانونو د ارزونې، مرستو رسولو او زیانمنو کورنیو ته د لومړنیو مرستو بهیر یې پیل کړی.
ځایي چارواکو له هغو اوسېدونکو چې په زیانمنونکو سیمو کې ژوند کوي، غوښتي چې د سختو بارانونو پر مهال احتیاطي تدابیر مراعات کړي او خوندي ځایونو ته پناه یوسي.
ویل کېږي، د بارانونو او ږلۍ له امله د ځاني زیانونو ترڅنګ باغونو او کرنیزو محصولاتو، په ځانګړي ډول د انارو ونو ته هم چې د ګل کېدو موسم یې دی، سخت زیان اوښتی دی.