کابل ښار کې د سړک پر غاړه د توکو یو شمېر پلورونکي شکایت کوي چې ښاروالۍ یې توکي ور ټولوي او په ډاډ زړه کار نهشي کولی.
دوی سلاموطندار سره خبرو کې وویل، د اقتصادي ستونزو او د بازار د نشتون ترڅنګ، وخت ناوخت د ناحیو د کارکوونکو لهخوا ګڼو محدودیتونو او فشارونو سره مخ دي.
دوی زیاتوي چې د ښاروالۍ ناحیو د ځینو مامورانو چلند نه یوازې د دوی کاري شرایط سخت کړي، بلکې هغوی ته مالي تاوانونه هم اړولي.
د کابل ښار په ۱۷مه ناحیه کې مېوهپلورونکی امید په دې اړه وایي:
«کله چې موږ خپله کراچۍ یا د کار وسایل راوړو څو حلاله روزي وګټو، د همکارۍ پر ځای راسره سخت چلند کېږي. که موږ مالي توان درلودی، هېڅکله به مو د سړک غاړې ته توکي نهپلورل.»
فردین او آرش د کابل ښار په څلورمه او یوولسمه ناحیه کې دوه نور هغه ځوانان دی چې د سړک غاړې ته توکي پلوري.
دوی وايي، څو ځله یې کراچۍ او د کار وسایل د ناحیو د مامورانو لهخوا اخیستل شوي.
«موږ تل له ستونزو او ممانعتونو سره مخ یو. څو ځله زموږ وسایل او کراچۍ یوړل شوي. د هرې کراچۍ بیه لوړه ده؛ یو په پنځه زره، بله په څلور زره، درې زره او ان په ۱۲ زره افغانیو ده، خو بیا هم رانه اخیستل کېږي.»
«څو ځله زموږ کراچۍ او وسایل یوړل شوي. د یوې کراچۍ بیه لږ تر لږه تر اتو زرو افغانیو رسېږي، او کله چې یې یوسي، زموږ ټول سرمایه او زحمت له منځه ځي.»
په همدې حال کې، د کابل ښاروالۍ مسوولان وایي چې د سړک پر غاړه د توکو پلورونکو ستونزو ته د رسېدو لپاره یې یو شمېر پروګرامونه جوړ کړي.
د کابل ښاروالۍ د فرهنګي چارو سلاکار نعمتالله بارکزی په دې اړه له سلاموطندار سره خبرو کې وایي:
«دې وروستیو کې د اسلامي امارت د رهبرۍ له لوري یو مشخص فرمان صادر شوی چې له مخې به یې کابل ښار کې د سړک غاړې ته د توکو پلورونکو لپاره سرپټ بازارونه جوړ شي. دامهال ورته ځینې ځایونه مشخص شوي چې له ډلې یې د چمن حضوري ټاکل شوې ساحه هم شامله ده.»
په همدې حال کې، ځینې د کابل یو شمېر اوسېدونکي وایي چې په سړکونو او پلې لارو کې د توکو پلورونکو پراخ حضور د ګڼهګوڼې او د تګ راتګ ستونزې رامنځته کوي.
هغوی له مسوولانو غوښتنه کوي چې د دغو توکو پلورونکو د ملاتړ ترڅنګ د ښاري نظم ساتنې ته هم پاملرنه وکړي.
د دویمې ناحیې اوسېدونکی مصطفی او د کابل ښار د ۱۷مې ناحیې اوسېدونکی فردوس په دې اړه وایي:
«ځینې سړکونه د توکو پلورونکو او بېنظمۍ له امله بندېږي او شدیده ګڼهګوڼه رامنځته کېږي. دا مسئله د خلکو پر کار، ژوند او ارامۍ منفي اغېز لري.»
«سړکونو کې د توکو پلورونکو حضور د خلکو د تګ راتګ لپاره ستونزې جوړوي. مخکې داسې هم کېدل چې د پوهنتون پر لاره، د هغو کراچۍ لرونکو له امله چې د سړک تر څنګ ولاړ وو، زدهکوونکي به لږ تر لږه شل دقیقې ناوخته صنف ته رسېدل.»
تېرو کلونو کې د بېکارۍ زیاتوالی او اقتصادي ستونزې لامل شوي چې د ښار ګڼ شمېر اوسېدونکي د ژوند د لګښتونو د برابرولو لپاره د سړک پر غاړه د توکو پلورلو ته مخه کړي، هغه وضعیت چې له یوې خوا د خلکو لپاره د کار زمینه برابروي، خو له بلې خوا، د ښار په ځینو برخو کې د ګڼهګوڼې، بېنظمۍ او ټرافیکي ستونزو لامل هم ګرځي.