Asset 1SWN

سلام وطندار

ملا برادر: د درملو سکټور په کم وخت کې ډېره وده وکړي

HIqvxFRXMAALXg3

د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر وايي، دې وروستیو کې د درملو د وارداتو کمول لامل شوي چې د افغانستان د درملو سکټور په کم وخت کې ډېره وده وکړي.

هغه نن سه‌شنبه د ثور ۲۹ / مې ۱۹ کابل کې د ابو علي سینا بلخي د دویم تخصصي ملي او نړیوال نندارتون پرانیسته کې وویل، دامهال هېوادوال د بهرنیو درملو پرځای له کورنیو درملو استفاده کوي.

دی وايي، د افغانستان د درملو سکټور د پياوړتیا په برخه کې لازم اقدامات شوي او اوس وخت کې د هېوادوالو اړتیاوې تر ډېره له کورني تولید څخه پوره کېږي.

هغه زیاته کړه چې د بهرنیو فشارونو او اقتصادي بندیزونو په مقابل کې تر ټولو مؤثره لار د کورني تولید پياوړي کول او د هغه ملاتړ دی.

ملا برادری همدارنګه وايي، د هېواد اړتیا ته په کتو، دغه لاسته راوړنې کفایت نه کوي، بلکې اړتیا ده چې د درملو تولیدي فابریکې لا ډېرې معیاري او د منل شوو معیارونو مطابق خپلو تولیداتو ته پراختیا ورکړي.

نوموړي د روغتیا سکټور له ټولو مسوولانو او هېوادوالو وغوښتل چې په خپلو کورنیو درملو باور او له هغو استفاده وکړي.

اقتصادي مرستیال دغه‌راز ډاډ ورکړ چې اسلامي امارت د پانګوالو ترڅنګ ولاړ دی او د پانګونې پروسو پر رالنډولو کار روان دی او په تدریجي ډول به الیکترونیکي سیسټم رامنځته شي.

د ریاست الوزار اقتصادي مرستیال زیاته کړه چې اسلامي امارت یوازې پر کورني اقتصاد تمرکز نه‌کوي، بلکې د سیمه‌ییز او نړیوال اقتصادي اتصال په برخه کې هم له هېوادونو سره پياوړې اړیکې غواړي او په خبره یې، دامهال د سیمې او ګاونډیو هېوادونو سره اقتصادي تعاملات زیات شوي دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام