د لوګر محمدآغې ولسوالۍ صنعتي ښارګوټي کې د اوسپنې ویلې کولو یوې سترې فابریکې د جوړېدو چارې پیل شوې.
د اسلامي امارت مسوولان وايي، دغه فابریکه چې د رحیم ګردیزي ګروپ په پانګونه جوړیږي، ټاکل شوې د اوسپنې ویلې کولو او پروسس په برخه کې په لوړ معیار او ښه کیفیت تولیدات وړاندې کړي.
د یادې فابریکې د بنسټ ډبرې اېښودو مراسمو کې د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین مولوي احمدالله زاهد، ولایتي چارواکو، ملي سوداګرو او یو شمېر پانګوالو ګډون کړی وو.
په همدې مناسبت جوړې شوې غونډې ته د رحیم ګردیزي ګروپ استازي محبوبالله ګردیزي وویل، دغه فابریکه به د هېواد په کچه د اوسپنې ویلو کولو په برخه کې مهم رول ولوبوي او د جوړېدو چارې به یې په راتلونکو څلورو کلونو کې بشپړې شي.
د نوموړي په وینا، د فابریکې په فعالیت سره به زر کسانو ته په مستقیم ډول او شاوخوا ۱۰ زره نورو کسانو ته په غیر مستقیم ډول د کار زمینه برابره شي.
اخوا د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین مولوي احمدالله زاهد د دې فابریکې د چارو پیل د هېواد صنعتي سکتور لپاره مهم پرمختګ وباله او ویې ویل، د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته پانګوالو ته د پانګونې بېساري فرصتونه برابر شوي.
هغه زیاته کړه چې د اسلامي امارت د مشرتابه له لوري په تېر یوه کال کې صنعتي ښارګوټو ته سل زره جریبه ځمکه ځانګړې شوې چې د پانګونې او صنعت ودې لپاره یو مهم ګام ګڼل کېږي.
همداراز د لوګر مرستیال والي مولوي انعامالله صلاحالدین د دغې پروژې پیل د لوګر او هېواد د اقتصادي بنسټونو د پیاوړتیا لپاره مهم وباله او د فابریکې له مسوولانو یې وغوښتل چې د استخدام پر مهال د لوګر ځوانانو ته لومړیتوب ورکړي.
په همدې حال کې د لوګر د صنعت او سوداګرۍ رییس مولوي شبیراحمد صدیقي وویل، دامهال د محمدآغې صنعتي ښارګوټي کې ۸۴ شرکتونو ته ځمکې وېشل شوې چې له ډلې یې د ۳۵ فابریکو عملي چارې روانې دي.
د چارواکو په خبره، د محمدآغې صنعتي ښارګوټي د پراختیا لپاره زر جریبه نوره ځمکه هم ځانګړې شوې چې په نږدې راتلونکې کې به پر پانګوالو ووېشل شي.