Asset 1SWN

سلام وطندار

پر لبنان د اسراییل بریدونو کې ۵۱ کسان وژل شوي

image

په تېرو ۲۴ ساعتونو کې پر لبنان د اسراییلو وروستیو بریدونو کې د دوو روغتیاپالو په ګډون ۵۱ کسان وژل شوي.

د لبنان د روغتیا وزارت یوه خبرپاڼه کې ویلي: اسراییل د نړیوالو قوانینو او بشري اصولو سرغړونې ته دوام ورکوي او د روغتیايي کارکوونکو پر ضد یې جنایتونه ډېر کړي.

خبرپاڼه کې ویل شوي چې د مارچ له دویمې نېټې راهیسې چې اسراییلي ځواکونو نوي پوځي عملیات پیل کړي، په ټول لبنان کې ۲ زره او ۸۴۶ کسان وژل شوي.

ملګرو ملتونو هم ویلي، له هماغې مودې راهیسې د اسراییلو په څه باندې ۱۳۰ بریدونو کې لږ تر لږه ۱۰۳ لبناني روغتیايي کارکوونکي وژل شوي او ۲۳۰ نور ټپیان دي.

سره له دې چې د امریکا په منځګړیتوب د لبنان حزب‌الله او اسراییل ترمنځ د تېرې اپرېل میاشتې په ۱۶مه اوربند وشو، خو بریدونه دوام لري او لا زیات شوي.

د مارچ له دویمې نېټې راهیسې د اسراییل بریدونو له امله بیا تر ۱.۲ میلیون ډېر لبنانیان بې‌ځایه شوي دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام