د اسراییل پوځ ویلي، د لبنان حزبالله تازه ډرون برید کې د دې هېواد ۴ سرتېري ټپیان شوي.
د اسرائیل پوځ نن پنجشنبه د ثور ۱۷ / مې ۷ یوه خبرپاڼه کې ویلي، دغه سرتېري د لبنان په سوېل کې د حزبالله په برید کې ټپیان شول.
خبرپاڼه کې ویل شوي چې د ټپیانو روغتیايي وضعیت نازک دی او د هغوی کورنۍ هم له دې پېښې خبرې کړل شوي.
د روان کال د مارچ میاشتې له دویمې نېټې راهیسې، د اسراییل او حزبالله ترمنځ د نښتو له زیاتېدو وروسته، په لبنان کې د دې هېواد له ۲۰ ډېر سرتېري ټپیان شوي دي.
تر دې وړاندې د لبنان حزبالله هم ویلي وو چې تېره ورځ یې د اسراییلي ځواکونو پر وړاندې ١۶ ځلې عملیات کړي.
د راپورونو پر اساس، دغه توغندیز او ډرون بریدونه د لبنان سویل کې د اسراییل پر هدفونو ترسره شوي دي.