Asset 1SWN

سلام وطندار

د حزب‌الله برید؛ ۷ اسراییلي سرتېرو ته مرګژوبله اوښتې

پر اسراییلي ځواکونو برید

د لبنان په سویل کې د حزب‌الله د بې‌پیلوټه الوتکې په برید کې یو اسراییلي سرتېری وژل شوی او ۶ نور ټپیان شوي.

د راپورونو پر اساس، دغه برید تېره ورځ یکشنبه شوی او دا درېیم سرتېری دی چې له روان اوربند سره سره د لبنان په سویل کې وژل کېږي.

حزب‌الله ډلې ادعا کړې چې دغه بریدونه یې د لنډمهاله اوربند د اعلان له لومړۍ ورځې راهیسې د اسراییلو د پرلپسې سرغړونو په ځواب کې کړي دي.

دې سره، الجزیرې شبکې راپور ورکړی چې اسراییلي ځواکونو د امریکا په منځګړیتوب شوي “اوربند” سره سره د لبنان په سویل کې بمبارۍ ته دوام ورکړی.

راپور کې ویل شوي چې تازه بریدونو کې د دوو ماشومانو په ګډون لږترلږه ۱۴ کسان وژل شوي او په زرګونه نور د خپلو کورونو پریښودو ته اړ شوي دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام