د کورنیو چارو وزیر سراجالدین حقاني کابل کې د چین سفیر ژاوشینګ سره کتنه کې د دواړو هېوادونو تر منځ د اړیکو په پراختیا خبرې کړي.
د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع نن دوشنبه پر اېکسپاڼه لیکلي، دې ناسته کې ټینګار وشو چې افغانستان د عمومي ثبات غوښتونکی دی او تمرکز يې د خپلو ستونزو په هواري او د ولس په هوساینه دی.
همدارنګه د سیمې هېوادونو اړوند مسایلو کې د چین د هڅو یادونه هم شوې ده.