Asset 1SWN

سلام وطندار

استقلال روغتون؛ د کابل اوسېدونکي: امکانات کم او ډاکټران ناسم چلند کوي

Hospital-1024x597-1

یوشمېر ناروغ‌لرونکي چې د شپې له‌خوا په کابل کې استقلال روغتون ته مراجعه کوي، سلام‌وطندار ته وایي چې د ډاکټرانو کمښت، د تشو بسترو نشتوالی او ناروغ ته د رسېدنې د ځنډ له ستونزو سره مخ کېږي.

دوی د اندېښنې په څرګندولو سره وايي چې په ځینو مواردو کې ان بیړني ناروغان هم پر وخت نه منل کېږي.

۲۴کلنه رویینا، د کابل اوسېدونکې ده چې څو میاشتې وړاندې یې خپله خور د شپې له‌خوا د زېږون لپاره استقلال روغتون ته وړې وه. هغه وایي چې د دغه روغتون ډاکټرانو د ناسم چلند ترڅنګ د دوی ناروغه ونه‌منله.

هغې زیاته کړه: «شاوخوا څلور یا پنځه میاشتې مخکې مې خور د اومیندوارۍ په نهمه میاشت کې وه. یوه شپه شاوخوا یوولس نیمې بجې یې سخت سر درد پیل شو. موږ ژر تر ژره د استقلال روغتون ته یوړه، خو تر هغه وخته چې روغتون ته ورسېدو، حالت یې ډېر خراب شوی و. ډاکټرانو ته مو وویل چې د زېږون وخت یې رارسېدلی، خو هغوی وویل چې خالي بستر نه‌لري. موږ ډېرې غوښتنې او زارۍ وکړې، هر څه مو وکړل، خو ډاکټرانو مناسب چلند ونه کړ او ویل یې: «دا زموږ مسؤلیت نه دی، هر چېرته یې چې وړئ، وې یې سئ.»

د کابل یو بل اوسېدونکی ولید هم وایي، یوه شپه یې پلار سینه کې سخت درد احساس کړ او استقلال روغتون ته یې یووړ، خو د هغه په وینا، د ډاکټر د نشتوالي له امله ناروغ ته لازمه پاملرنه ونه شوه او اړ شول بل روغتون ته مراجعه وکړي.

نوموړي وویل: «یوه شپه د شپې شاوخوا یوه بجه وه چې پلار مې ناڅاپه د سینې له سخت درد سره مخ شو. سمدستي مو روغتون ته یووړ. کله چې هلته ورسېدو، موږ ته وویل شول چې ډاکټر نشته. هر څومره چې مو وویل ښایي، د زړه حمله وي، چا زموږ خبرو ته پام ونه‌کړ او یوازې یې ویل چې انتظار وباسئ. د پلار حالت لحظه په لحظه خرابېده. په پای کې اړ شوو چې بل روغتون ته یې یوسو، خو په لاره کې بې‌حاله شو. موږ د روغتون د بې‌پامۍ او نه پاملرنې له امله ډېر خواشیني او ناراضه شوو.»

۲۳کلنه ناجیه هم وایي، څه موده وړاندې یې د شپې شاوخوا اته بجې خپله خور چې اپنډېکس وه، استقلال روغتون ته یوړه، خو په وینا یې، د سخت روغتیايي وضعیت سربېره ډاکټرانو ونه‌منله. «یوه شپه شاوخوا اته یا اته نیمې بجې وې چې زما خور د اپنډیکس له شدید درد سره مخ شوه. حالت یې دومره خراب و چې آن له خپل ځایه نه شوه پورته کېدای. موږ هغه روغتون ته یوړه. کله چې ورسېدو، په ویلچر کې مو تر اړوندې څانګې ورسوله، خو له هماغه دروازې څخه دننه پرېنښودل شوه. راته یې وویل چې بل روغتون ته یې یوسئ. هر څومره چې مو وویل حالت یې بیړنی دی، چا پام ونه کړ او حتا یوه ساده معاینه یې هم ونه کړه.»

خو په استقلال روغتون کې د نسایي-ولادي برخې متخصصه نظیفه طبیب‌زاده وایي، د بسترو د کمښت او د ناروغانو د ګڼې‌ګوڼې له امله د روغتون ظرفیت محدودېږي او ځینې ناروغان نورو روغتونونو ته استول کېږي.

نوموړې وویل: «مثلاً په یوه څانګه کې چې موږ یوازې شل بستره لرو، خو د ناروغانو شمېر د شپې تر اویا یا اتیا کسانو پورې رسېږي. په داسې حال کې هره ورځ د زېږون پېښې هم کېږي او په ۲۴ساعتونو کې شاوخوا شل عملیات کېږي. د ریکوري او نورو برخو ټول ځایونه هم ډک وي.»

د استقلال روغتون سرطبیب جاوید یوسف وایي، د ناروغانو د شمېر زیاتوالی او د بسترونو کمښت په دغه روغتون کې د ناروغانو پر وخت پالنه له ستونزو سره مخ کوي. «دا خبره روښانه ده چې ناروغان ډېر وي، خو کله چې په یوه څانګه کې خالي بستر شتون ونه لري او د ناروغانو د څارنې ځانګړې خونه یا مناسب ځای موجود نه وي، نو دا خپله جدي ستونزې رامنځته کوي. د بستر د نشتوالي په حالت کې هر ډول ځنډ او ځنډول د ناروغ په زیان تمامېږي او د هغه روغتیا ته خطر پېښولی شي.»

د عامې روغتیا وزارت مسوولان، که څه هم په دغه روغتون کې د شپې له‌خوا د درملیزو خدمتونو د کمښت په اړه څه نه وایي، خو زیاتوي چې هڅه کوي روغتیايي خدمتونه د معیارونو له مخې ټولو هېوادوالو ته وړاندې کړي.

د دې وزارت ویاند شرافت زمان امرخېل سلام وطندار ته ویلي: «د عامې روغتیا وزارت هڅه کوي چې هر وګړي ته معیاري روغتیايي خدمات وړاندې کړي. د یادونې وړ ده چې په ځینو سیمو کې د ناروغانو د زیات شمېر له امله ګڼه‌ګوڼه رامنځته کېږي. زموږ تر ډېره هڅه دا ده چې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې په ۲۴ ساعتونو کې روغتیايي مرکزونه فعال وساتو او خلکو ته خدمات وړاندې کړو.»

د روغتیايي برخې کارپوه فدامحمد پیکان په دې باور دی چې د درملیزو مرکزونو د کیفیت په ښه‌والي او د روغتیايي کارکوونکو د ظرفیت په لوړولو سره د شپې له‌خوا د روغتیايي خدمتونو وضعیت ښه کېدای شي «د دې ستونزې د حل لپاره داسې لارې شته چې د یو نظام د ثبات لپاره ډېرې مهمې دي. باید د روغتونونو کیفیت ښه شي، څو د روغتونونو پر خدماتو د ناروغانو فشار کم شي. همدارنګه باید د رضایت سیستم لا ښه او مؤثر شي. تر ټولو مهمه خبره دا ده چې روغتیايي کارکوونکي وروزل شي او منظمې روزنیزې برنامې او ټرېننګونه ورته برابر شي.»

د کابل اوسېدونکي د استقلال روغتون د شپنیو درملیزو خدمتونو له کمښت څخه شکایت کوي، په تېرو کلونو کې هم خلکو په مرکز او ولایتونو کې په ځینو روغتونونو کې د درملیزو امکاناتو کمښت، نامناسب چلند، د ناروغانو ګڼه‌ګوڼه، د خالي بسترونو کمښت او اوږد انتظار څخه شکایتونه کړي وو.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام