د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي وايي، د ټولو سر او مال خوندي دی، وطن ازاد دی او دین حاکم دی، نو څوک د مخالفت حق نهلري.
هغه د کابل په ریاض العلوم جامعه کې یوې غونډې ته وویل، هېڅ داسې څه نه دي پاتې چې یو څوک دې د مسلمان په حیث وغواړي او هغه نه وي عملي شوي.
امیرخان متقي ویلي، په ټول افغانستان کې سود بند دی، شراب بند دي. غیراسلام ته تبلیغ بند دی، نو د مخالفت او بېاطاعتۍ هېڅ جواز نشته.
هغه وویل: « هغه ظالمان چې بیا هم د نظام مخالفت کوي، ترې پوښتنه وکړئ چې د څه لپاره مخالفت کوئ. هغه څه دي چې ته یې د مسلمان په حیث غواړې، هغه نه دي عملي شوي. د افغانستان په ۳۴ ولایتونو کې شرعي محاکم فعاله دي. حدود جاري کیږي. په ټول افغانستان کې سود بند دی، شراب بند دي، غیراسلام ته تبلیغ بند دی، نو هېڅ جواز د مخالفت نشته، هېڅ جواز د بېاطاعتۍ نشته. هېڅوک حق نه لري چې مخالفت وکړي.»
ښاغلي متقي زیاته کړه چې: «مخالفت خو د اشغال په مقابل کې کیږي، وسله به پورته کوي، یا به د بېدینۍ په مقابل کې وسله پورته کوي. یا له له خپل مال او سر دفاع کوي. نو چې سر او مال مو محفوظ دي، وطن مو ازاد دی او دین مو حاکم دی، بیا څوک د څه لپاره مخالفت کوي. دا غیور ملت چې کله متحد شوی، په امیر راټول شوی، په نړۍ کې یې چا مقابله نه ده کړې.»
د بهرنیو چارو وزیر همدارنګه زیاته کړې چې سیمه کې له یوه هېواده پرته په نورو ټولو هغو هېوادونو کې چې افغانستان پخوا په کې قونسلګرۍ او سفارتونه لرل، اوس هم فعاله دي.
د ده په وینا، اسلامي امارت یو خپلواک او متوازن بهرنی سیاست لري او له ټولو هېوادونو سره د اسلامي اصولو په رڼا کې د اړیکو پراختیا غواړي.
متقي همداراز زیاته کړې، اسلامي امارت هڅه کوي له سیمې او نړۍ سره خپلې سیاسي، اقتصادي او ډیپلوماټیکې اړیکې پراخې کړي او د متقابل احترام او ګډو ګټو پر بنسټ تعامل ته وده ورکړي.
د بهرنیو چارو وزیر ټینګار کړی چې افغانستان د متوازن سیاست له لارې غواړي له نړیوالې ټولنې سره مثبتې اړیکې ولري او د سیمهییزې همکارۍ، اقتصادي پرمختګ او ثبات لپاره عملي ګامونه پورته کړي.