که څه هم دیني عالمان وايي چې په کورونو کې هم مېرمنې باید حجاب وکړي او د نامحرم نشتوالي پرمهال د کور چاپېریال کې مېرمنې کولای شي، د شریعت په چوکاټ کې د خپلې خوښې لباس واغوندي، خو هرات کې یوشمېر مېرمنې سلاموطندار سره په خبرو کې ویلي، پلار او خاوندان یې اجازه نهورکوي چې کور کې د خپلې خوښې لباس واچوي.
د اسلام له نظره، کور چې د نامحرم له لیده خوندي وي، د کورنۍ خصوصي حریم بلل کېږي او مېرمن د خاوند، محرم لکه پلار، ورور او اولادونو پروړاندې د پوښښ په انتخاب کې ډېره ازادي لري. دیني عالمان ټینګار کوي چې په ورته شرایطو کې ښځې اړ ندي چې په کلکه حجاب مراعت کړي او دا شرعي مبنا نهلري.
دیني عالم سیدمحمد شېرزادي وايي: «د کور دننه د ښځې د لباس په اړه ویل کېږي چې د محرم خپلوانو لکه پلار، ورور، کاکا او ماما په حضور کې که د ښځې سر لوڅ وي او لاسونه تر بازو پورې ښکاره وي، نو دا کومه ستونزه نهلري او عیب نه ګڼل کېږي. خو د خاوند موضوع بېله ده؛ د خاوند پر وړاندې ښځه کولای شي هر ډول لباس چې وغواړي واغوندي او په دې برخه کې هېڅ محدودیت نه وي.»
د شیرزادي په وینا، په هغو کورنیو کې چې ځوانان هم شتون لري، احتیاط، تقوا او د شریعت اصول دا غوښتنه کوي چې باید د احتیاط اړخ په پام کې ونیول شي.
هغه وویل: «په دې برخه کې د ښځې د ازادۍ مسئله کې شک نشته چې الله تعالی هر انسان ازاد پیدا کړی دی، یعنې انسان د بل انسان لهخوا نه مکلف کېږي، بلکې هر څوک خپل مستقل شخصیت لري.»
عبدالسلام حسینی چې د اسلامي او دیني مسایلو څېړونکی دی، ټینګار کوي چې کور د ښځو لپاره تر ټولو خوندي ځای دی او ښځې کولای شي په خپلو کورونو کې د شریعت په چوکاټ کې د لباس په انتخاب کې ازادي ولري: «که داسې کور وي چې پکې یوازې خاوند او اولادونه موجود وي، نو هېڅ محدودیت نشته او ښځه کولای شي په عادي او ارام لباس لکه لنډ یا کورني کالي کې وي او کومه ستونزه نهلري. خو که په کور کې د خاوند او اولادونو پرته نور کسان هم موجود وي، نو په دې حالت کې باید یوشمېر مکلفیتونه، اداب، نزاکت، ټولنیز اخلاق او شرعي اصول په پام کې ونیول شي.»
په هرات کې ځینې مېرمنې وايي چې د کورنۍ نارینه، په ځانګړي ډول پلار، وروڼه او خاوندان، دوی په کور دننه د سخت او اجباري حجاب اغوستلو ته مجبوروي؛ داسې پوښښ چې د کور په چاپېریال کې د ازادۍ او راحت احساس لهمنځه وړي.
صدیقه حسني ۳۷کلنه ده او د پنځو اولادونو مور چې د واده ۲۳کاله یې تېر شوي دي. هغه وايي، په دې موده کې یې د خپل خاوند او د کورنۍ د نورو غړو د سلیقې او غوښتنو مطابق ژوند کړی دی.
هغې وویل: «په زموږ په کلتور کې باید حجاب ولرې، ټیکری باید لوی وي، کمیس باید اوږد وي. له اوله ډېره وځورېدم، ویل یې سر لوڅ مه ګرځه، ازاد کالي مه اغونده، بد دی، لوڼې دې له تا زدهکوي. انسان په خپل کور کې هم ازاد نهوي، نو بل ځای به څنګه آزاد وي؟ نه کېږي چې په کوڅه یا کوم محفل کې سر لوڅ وګرځې. له کور نه بل خوندي ځای شته؟»
هغه چې اوس په یو جلا او خپلواک کور کې ژوند کوي، باور لري چې ښځې هم د نارینهوو په څېر د پرېکړې حق لري او باید د خپل لباس په انتخاب کې آزادي ولري: «حجاب ښه شی دی، موږ مسلمانان یو، حجاب منو، خو په خپل ځای کې. انسان کولی شي ډېر آزاد هم وي، زه غواړم په خپل کور کې ازاده واوسم، خو چې بهر وځم نو بیا باید حجاب مراعات کړم.»
په ورته مهال ستایش ناصر چې تازه یې واده کړی، وايي، که څه هم په یو خپلواک کور کې له خپل خاوند سره یوازې ژوند کوي، خو خاوند یې اجازه نهورکوي چې په کور دننه او د خاوند په حضور کې هم لنډ یا ازاد کالي واغوندي.
هغه وویل: «یوکال کېږي چې واده مې کړی. زما د مور او پلار لهخوا د حجاب په برخه کې کوم سخت دریځ نهو، خو د خاوند کورنۍ ډېره سختګیره ده. په کور کې هم زما د لباس، د ناستې طرز او د حجاب په اړه راته سختې خبرې کېږي. زه له خسر کورنۍ جلا اوسیږم، خو بیا هم مې مېړه په کور کې ډېر سختګیری کوي او اجازه نه راکوي چې لنډ کالي واغوندم.»
فرزانه مصطفی بیا وايي چې ډېره کنټرول یې د پلار او ان د خپل تر ټولو کشر ورور لهخوا کېږي او اړ ده چې د هغوی د خوښې مطابق ژوند وکړي: «نه پرېږدي چې شال مې لږ هم شا ته شي، تل وايي چې حجاب دې باید سم وي، حتا د بېحجابۍ خبره هم کوي چې په کور کې باید نه وي. موږ په اپارتمان کې ژوند کوو، تر انګړ (حیاط خلوت) پورې هم نه پرېږدي چې بې چادره ووځم، وايي لومړی چادر سم واغونده بیا لاړه شه. خلاصه ډېر سختګیر دي، په ځانګړي ډول زما ۱۵ کلن کشر ورور، هر ځای چې ځم وايي زه هم باید درسره لاړ شم چې وګورم بېحجابي نه کوې، ډېر سخت کنټرول دی.»
په همدې حال کې حقوقپوهه او د ښځو د حقونو فعاله، ارزو عزیزي په کور دننه د ښځې د ځانګړي لباس د جبري کولو په اړه وايي: «که ښځه داسې خپلواک کور ولري چې پکې کوم نامحرم شخص ژوند نه کوي، نو د هغې د لباس په اړه فشار اچول چې څه واغوندي او څه ونه اغوندي، د فردي آزادۍ نقض بلل کېږي.»
هغه ټینګار کوي چې پلار یا خاوند یوازې په هغو حالاتو کې د مناسب لباس په اړه نظر ورکولی شي چې ښځه له کوره بهر وي یا د نامحرمو په حضور کې قرار ولري.
په داسې حال کې چې د کورنۍ په چاپېریال کې د ښځې د لباس د حدودو په اړه بېلابېل نظرونه موجود دي، ډېری ښځې باور لري چې «اختیاري پوښښ» دا معنا لري چې ښځه په کور دننه، له وېرې، فشار او سپکاوي پرته د خپل لباس په اړه ازاد تصمیم ونیسي؛ داسې حق چې د دوی په باور د هر انسان د کرامت او انساني ازادۍ یوه مهمه برخه جوړوي.