Asset 1SWN

سلام وطندار

نتنیاهو ایران ته: له اور سره لوبې کوئ

نتنیاهو

د اسراییلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو ایران ته خبرداری ورکړی او ویلي یې دي چې تهران «له اور سره لوبې کوي». نوموړي دا څرګندونې نن چهارشنبه، جون څلورمه، له یوې امریکایي رسنۍ سره په مرکه کې کړې دي.

نتنیاهو زیاته کړې چې ایران د امریکا د ولسمشر له دریځ څخه خبر دی او پوهېږي چې که اړتیا پېښه شي، واشنګټن کولای شي په پراخه کچه پوځي عملیات بېرته پیل کړي.

هغه زیاته کړې چې اسراییلي او امریکايي ځواکونه بشپړ چمتووالی لري او ایران باید دا موضوع جدي ونیسي.

د اسراییلو لومړي وزیر ټینګار کړی چې ایران د اسراییلو او امریکا دواړو لپاره یو ستر امنیتي ګواښ ګڼل کېږي. د هغه په وینا، د ایران د اټومي وسلو ترلاسه کول به د سیمې او نړۍ امنیت له جدي خطر سره مخ کړي.

نتنیاهو یو ځل بیا ټینګار وکړ چې اسراییل او امریکا باید ایران ته د اټومي وسلو د ترلاسه کولو اجازه ور نه‌کړي. هغه د ایران اټومي پروګرام د اسراییلو د ملي امنیت پر وړاندې بنسټیز ګواښ وباله او ویې ویل چې د دې مخنیوی حیاتي اهمیت لري.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام