د لبنان په سویل کې د تاوتریخوالي د وروستیو پېښو په تړاو، د حزبالله ډلې اعلان کړی چې د اسراییلي پوځ پر یوشمېر وسایطو او سرتېرو یې برید کړی دی.
د لبنان رسمي خبري اژانس (NNA) د راپور له مخې، دغه برید د کفرکیلا ښارګوټي په څنډه کې، د «تل النحاس» په سیمه کې شوی دی.
راپور زیاتوي چې حزبالله یو توغندی ویشتلی او ادعا کوي چې برید یې «مستقیم هدف» په نښه کړی دی.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
تر دې دمه د اسراییلي پوځ له لوري د دې پېښې په اړه رسمي غبرګون نهدی خپور شوی او د تلفاتو په اړه هم خپلواکې سرچینې څه نهدي ویلي.
دا پېښه په داسې حال کې کېږي چې د لبنان-اسراییل پولې ته نږدې سیمو کې وروستیو میاشتو کې تاوتریخوالی زیات شوی او دواړه لوري وخت ناوخت یو بل په نښه کوي.