د لوګر مرکز پلعلم کې نامالومه وسلهوالو تېره شپه د موسی په نوم د یوې کورنۍ څلور غړي او محمداغې ولسوالۍ کې یو ډاکټر وژلی.
د لوګر د امنیې قومندانۍ ویاند سلطان محمد سنګین سلاموطندار وویل، لومړي پېښه د پُلعلم ښار اړوند «حصارک» سیمه کې شوې چې د کور مشر محمد موسی، د هغه مېرمن او دوه زامنو یې ژوند له لاسه ورکړی.
نوموړی وايي، د پېښې په اړه د امنیتي ځواکونو له لوري پلټنې روانې دي.
اخوا، د لوګر د والي ویاند مولوي میرویس ابدالي سلاموطندار ته ویلي، د یادې پېښې په تړاو درې مشکوک کسان نیول شوي او په دې اړه لا هم جدي پلټنې دوام لري.
د حصارک کلي یوه اوسېدونکي نصرتالله سلاموطندار ته ویلي، وژل شوی کس یو کروندګر وو او زامن یې خیاطان وو.
د ده په وینا، یاد کس له چا سره شخصي دښمني نهلرله.
ورته وخت کې ناپېژندو کسانو تېره شپه ۸ بجې د محمداغې ولسوالۍ «اصحاب بابا ښارګوټي» کې یو د غلامغوث په نوم یو ډاکټر هم وژلی.
د لوګر د والي ویاند مولوي میرویس ابدالي سلاموطندار ته وویل، دغه ډاکتر د ناپېژندو کسانو له لوري د کلاشینکوف په ډزو وژل شوی.
د هغه په وینا، د یاد ډاکټر د وژلو په تړاو یو کس نیول شوی چې د لومړنیو مالوماتو له مخې یې پر خپل جرم اعتراف هم کړی دی.