د ایران بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي د تهران-مسکو اړیکو او سیمهییزو او نړیوالو تحولاتو په اړه د خبرو لپاره روسیه ته سفر کړی.
ایراني رسنیو نن دوشنبه د ثور ۷ / اپرېل ۲۷ راپور ورکړی چې عراقچي د روسیې سنپترزبورګ ښار ته رسېدلی.
د راپور له مخې، ټاکل شوې عراقچي د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین سره وګوري او خبرې وکړي.
عراقچي ډاډ څرګند کړی چې د دواړو هېوادونو ترمنځ دغه ډول سلامشورې او همغږي ځانګړی اهمیت لري.
هغه پاکستان ته خپل سفر او له پاکستاني چارواکو سره خبرې «ډېرې ښې» بللې او ویلي، ګټورې مشورې شوي.
د ایران بهرنیو چارو وزیر زیاته کړې چې دغه خبرو کې د تېر وضعیت او دا چې د ایران او امریکا ترمنځ خبرې په کومو شرایطو کې بیا دوام موندلی شي، هم ارزول شوې دي.
مسکو کې د ایران سفارت ویلي، عباس عراقچي به دې سفر کې له پوتین سره د ایران او امریکا او اسراییل ترمنځ د جګړې له وروستیو تحولاتو وروسته، د رامنځته شوي وضعیت په اړه خبرې وکړي.
د یادونې ده چې د ایران بهرنیو چارو وزیر پاکستان او عمان ته له سفر وروسته روسیې ته تللی دی.