د کلمبیا په سوېل لوېدیځ کې د یوې خونړۍ چاودنې له امله لږترلږه ۱۴ کسان وژل شوي او ۳۸ نور ټپیان شوي دي.
نړیوالو رسنیو راپور ورکړی چې دا پېښه د شنبې په ماښام، د اپرېل په ۲۵مه نېټه، په یوه ناامنه سیمه کې رامنځته شوې ده.
چاودنه د پان امریکایي لویې لارې پر سر شوې چې له امله یې د مسافرو بسونه او نور موټرونه سخت زیانمن شوي او یوشمېر موټرونه د چاودنې د زور له کبله چپه شوي دي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
دا پېښه داسې مهال شوې چې په راتلونکې میاشت کې د ولسمشرۍ ټاکنې هم په پام کې دي. د کلمبیا ولسمشر ګوستاوو پترو پر ټولنیزه شبکه ویلي چې د دې برید عاملین ترهګر، فاشیستان او د نشهيي توکو قاچاقبران دي.
له دې پېښې وړاندې د جمعې پر ورځ د کالي ښار په یوه پوځي اډه هم چاودنه شوې وه چې دوه کسان پهکې ټپیان شوي وو. له هغې وروسته په والیدل کائوکا او کائوکا ایالتونو کې هم د تاوتریخوالي پېښې زیاتې شوې دي.