د پېژندنې لپاره لټون؛ له مصنوعي ځیرکتیا سره د بلدتیا کیسه

زه محمدحسین جعفري د رڼا پوهنتون د ژورنالېزم پوهنځي محصل یم. رسنیو کې د مصنوعي ځیرکتیا مسلې له پراخېدو او راڅرګندېدو سره، د دې ټکنالوژۍ د ځانګړتیاوو په اړه د محصلانو او ځوانانو ترمنځ ډېرې پوښتنې راولاړې شوې. په پیل کې د دې پلټفارم په اړه برداشتونه بېلابېل او کله ناکله ناسم وو.

کلمبیا کې چاودنه؛ ۱۴ کسان وژل شوي او ۳۸ ټپیان دي

د کلمبیا په سوېل لوېدیځ کې د یوې خونړۍ چاودنې له امله لږترلږه ۱۴ کسان وژل شوي او ۳۸ نور ټپیان شوي دي.

نړیوالو رسنیو راپور ورکړی چې دا پېښه د شنبې په ماښام، د اپرېل په ۲۵مه نېټه، په یوه ناامنه سیمه کې رامنځته شوې ده.

ایران دغه هېواد کې یو کس اعدام کړی

ایران په دغه هېواد کې یو کس چې د سني وسله‌والې ډلې «جهش‌العدل» غړیتوب او پر امنیتي ځواکونو د بریدونو په تور محکوم شوی و، اعدام کړی دی.

د ایران تسنیم خبري اژانس راپور ورکړی چې دغه کس عامر رامش نومېده. چارواکو ویلي چې هغه د ایران په سوېل ختیځه سیمه کې د ترهګرۍ ضد عملیاتو پرمهال نیول شوی و.

بنیامین نتن‌یاهو: پوخ دې پر حزب‌الله ځواکمن بریدونه وکړي

د اسراییلو لومړي وزیر بنیامین نتن‌یاهو اعلان کړی چې د حزب‌الله له‌خوا د اوربند د سرغړونې تر ادعا وروسته یې پوځ ته امر کړی چې لبنان کې د دې ډلې پر هدفونو «په ځواکمن ډول» بریدونه وکړي.

دا پرېکړه دوه ورځې وروسته له هغه وشوه چې ډونالډ ټرمپ د درې اوونیو لپاره د اوربند د غځولو اعلان کړی و.

ډونالډ ټرمپ: بریدګر یوازینی لېوه و

د فرانسې خبري اژانس د راپور له مخې، ټرمپ په سپینه ماڼۍ کې یوې خبري غونډې ته ویلي: «زما په نظر هغه یو یوازینی لېوه و» او دا کس یې «رواني ستونزې لرونکی» وباله.

بل‌خوا د رویټرز د راپور پربنسټ، نوموړي دا هم ویلي چې دی باور لري، خپله د برید اصلي هدف و. ټرمپ ټینګار وکړ چې داسې کوم دلیل نه ویني چې دا پېښه دې د ایران له جګړې سره تړاو ولري.

ډونالډ ټرمپ: سپینه ماڼۍ کې پر مېلمستیا بریدګر نیول شوی

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، تېره شپه سپینه ماڼۍ کې د خبریالانو پر مېلمستیا چې ده او مېرمن یې هم په کې ګډون کړی وو، بریدګر نیول شوی.

ټرمپ له دغې پېښې وروسته یوې غونډې ته وویل: «یو کس چې په وسلو سمبال وو، په امنیتي پوستې برید وکړ او وروسته د پټو خدماتو لخوا نیول شوی.»