دې وروستیو کلونو کې پرلهپسې وچکالیو چې د اقلیمي بدلونونو پایله ده، د غزني د بزګرانو او مالدارانو عایدات کم کړي.
د بارانونو کمښت، د اوبو نشتوالي، وچکالۍ او د سېلابونو په څېر زیانمونکو پېښو پر کروندګرو او مالدارانو اقتصادي فشار نور هم ډېر کړی.
په داسې شرایطو کې، د اقتصادي پیاوړتیا او له اقلیمي بدلونونو سره د مبارزې پروژو پلي کول کولی شي، د خلکو د عاید او ژوند اړتیاوو د پوره کولو لپاره اغېزمن حل وي.
د ورته پروژو پلي کولو غزني د کروندګرو او مالدارانو هیلهمندي زیاته کړې.
په دې پروژو کې د شنوخونو جوړول، د چرګانو فارمونه، د لبنیاتو تولید، د ښځو لپاره د خیاطۍ مسلکي کارونه او روزنیز پروګرامونه شامل دي چې دامهال د غزني په مرکز او ځینو ولسوالیو کې روان دي.
د غزني د اندړو ولسوالۍ اوسیدونکی او کروندګر غلام حضرت وایي: «زه که د خپل ځان په اړه ووایم یو باغ لرم چې وچېدو ته نږدې دی. زه دا توان نهلرم چې ژوره څاه وباسم، ځکه د اوبو سطحه ټیټه شوې. که دا پروژې عملي شي، د خلکو اقتصادي ستونزې به حل شي، ځکه ډېر خلک له ستونزو سره مخ دي.»
د غزني د خواجهعمري ولسوالۍ مالدار حبیب الله وایي: «دامهال په ځینو سیمو کې چې ځمکې یې د سیندونو ترڅنګ دي، استنادي دېوالونه جوړ شوي او ځینې هغه مېوې چې مقاومت یې نهدرلود، بدلې شوي. همدارنګه د شنوخونو او د چرګانو فارمونو پروګرامونو د خلکو پر اقتصاد ښه اغېز کړی. اوس خلک له دې فعالیتونو خوښ دي.»
دغو پروژو یوازې د نارینه کروندګرو پر ژوند اغېز کړی بلکې، ښځو ته یې هم د عاید زمینې برابرې کړي.
د غزني د مرکز «حیدراباد» سیمې اوسیدونکې نرګس چې اقلیمي بدلونونو یې اقتصادي ستونزې زیاتې کړې وې، اوس د لبنیاتو په یوه کوچنی کارخونه کې کار کوي او د میاشتې ۵ زره افغانۍ معاش اخلي.
«څو میاشتې کېږي چې په دې لبنیاتي فابریکه کې کار کوو، مستې جوړوو، اچار تیاروو، پنیر او مسکه تولیدوو. دا کار هم زموږ له اقتصادي پلوه ښه دی او هم موږ ته یو مسلک را زده کوي.»
د کرنې او مالدارۍ برخې کارپوهان هم ټینګار کوي چې د اقلیمي بدلونونو له امله د زیانمنو بزګرانو او مالدارانو لپاره د پایښتلرونکو اقتصادي پروژو تطبیق اړین دی.
د پوهنتون استاد او د کرنې کارپوه حبیب الله فیضي وایي: «زموږ نظر دا دی چې دا پروژې باید په ټولو ولایتونو په ځانګړي ډول غزني کې دوامداره وي. دولت باید د بزګرانو ملاتړ وکړي، سوداګر دې پانګونه وکړي او کروندګر دې هم په دې پروژو کې زحمت وباسي، ځکه دا ډول فارمونه د کرنې او مالدارۍ سکتور پیاوړی کوي او د اقتصادي وضعیت په ښه کېدو کې مرسته کوي.»
ورته وخت کې د غزني د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ ریاست ویاند محمدذکریا هوتک وایي: «تېرو کلونو کې په خوشبختۍ سره د چرګانو فارمونو، د لبنیاتو تولید، شنوخونو او روزنیزو پروګرامونو په برخو کې څو پروژې پیل شوي چې لسګونو بزګرانو او مالدارانو هغه که نارینه دي یا ښځې، دوی په کې شامل دي. دا پروژې د هغو خلکو د اقتصادي ودې لپاره ډېرې اغېزمنې دي چې د وچکالۍ او اقلیمي بدلونونو له امله زیانمن شوي. موږ هڅه کوو چې دا پروژې د غزني په مرکز او ولسوالیو کې زیاتې کړو.»
د هېواد د نورو ولایتونو په څېر د غزني بزګران او مالداران هم تل د اقلیمي بدلونونو له امله له اقتصادي ستونزو سره مخ دي.
د بارانونو کمښت، پرلهپسې وچکالۍ، د اوبو کموالی او طبیعي پېښې د خلکو اقتصادي ځواک او د خوړو خوندیتوب ګواښي.
خو د دغو پروژو په تطبیق سره هیلې زیاتې شوي، څو بزګران د اقتصادي پایښت لپاره نویو لارو او پروژو ته مخه کړي—هغه پروګرامونه چې د دولت او همکارو بنسټونو په ملاتړ د اقتصادي زیانونو د کمولو او د اقلیمي بدلونونو پر وړاندې د مقاومت د زیاتولو زمینه برابروي.


