پکول پر سر کول د افغاني دود او دستور یوه  برخه ده چې افغانان یې له  لسیزو راهیسې د هېواد په ګڼو ولایتونو کې پالي او اوس خو ان په نړیواله کچه هم مشهور شوی دی.

د هېواد په بېلابیلو سیمو کې پکولونه جوړېږي، خو تر ټولو مشهور پکولونه «کونړي» دي. د دغو پکولونو بازار نه یوازې په کونړ او نورو ختیځو ولایتونو کې تود دی، بلکې خلک یې نورو ولایتونو او ان بهر ته هم وړي او یو بل ته یې د ډالۍ په توګه هم هم وړي.

د کونړ په مرکز اسداباد کې د پکول جوړولو ګڼې هټۍ دي چې له ډېرې مودې راهیسې په‌کې پکولونه جوړېږي او دغه صنعت اوس د خلکو لپاره پر یوه ښه کاروبار بدل شوی دی.

یو صنعت‌کار عطاالله وايي، د حالاتو بدلون یې پر کاروبار کوم اغېز نه دی کړی او خلک ترې «کونړي پکولونه» د یوه باارزښته دود د ژوندي ساتلو په موخه پېري.

د نوموړي په وینا، د خلکو له خوښې سره سم په بېلابېلو ډیزاینونو پکولونه جوړوي چې تر ټولو نوموتی هغه یې «چترالي» دی.

عطاالله وايي، ښه پکولونه هغه دي چې ښه وړۍ ولري او ښه ټوټه په‌کې وکارېږي او په خبره یې، دوی ټول ډیزاینونه د پېرودونکو په خوښه برابروي. هغه زیاتوي چې کونړ کې د پکول جوړولو ښه او پخواني کارګر شته او همدا لامل دی چې خلک یې له کاره خوښ دي.

د «کونړي پکول» مینه‌وال یوازې په کونړ او ختیځو ولایتونو کې نه دي، بلکې د ګڼو نورو ولایتونو اوسېدونکي هم دغه ډول پکول د ځانګړي جوړښت له مخې خوښوي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

کونړ کې یو پکول پلورونکی صدیق‌الله هم وايي چې «کونړي پکولونه» ډېر پېرودونکي او مینه‌وال لري. د هغه په وینا، خلک له نورو سیمو ورته راځي او یاد پکولونه ترې پېري او د ډالۍ په توګه یې بهرنیو هېوادونو ته هم لېږي.

د پکول جوړولو لپاره ځانګړی ټوکر یا رخت تر ډېره له بهره راوړل کېږي او د کیفیت له مخې، یو پکول له زر افغانیو نیولې تر دوو سوو افغانیو پورې پلور کېږي.
«کونړي پکولونه» د مشرانو ترڅنګ اوس ځوانان هم پر سر کوي. دوی وايي، نه یوازې دا پکولونه یې خوښېږي، بلکې غواړي د خپلو نیکونو دود چې له لسیزو راهیسې ور پاتې دی، ژوندی وساتي.

د کونړ یو اوسېدونکی حسین وايي، پکول د دوی یو باارزښته دود دی چې ځوانان او مشران یې نه یوازې د ښادیو په ورځو خپله پر سر کوي، بلکې له نورو ولایتونو ورغلیو مېلمنو ته یې هم د ډالۍ په توګه ورکوي.

د سلام‌وطندار پښتو برخه دلته وڅارئ

د پکولونو تر څنګ، اوس په کونړ کې وړینې چپنې هم جوړېږي. که څه هم دا چپنې هم بازار لري، خو د پکولونو په څېر هغومره تود نه دی.

صنعت‌کاران او د کونړ اوسېدونکي وايي، د دوی د «پکول» لاسي صنعت د پیاوړتیا لپاره باید ډېر کار وشي، څو هم له اقتصادي اړخه ورته ګټور تمام شي او هم د دوی دا پخوانی دود هم ژوندی وساتل شي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام