
پروان کې د وږي اتلسمې نمانځنه؛ د والي ویاند: څوک یې جرات نه لري
د پروان د والي ویاند سیدحکمتالله شمیم سلاموطندار سره په مرکه کې ویلي، پروان کې د ښځو له لوري د بندو دروازو تر شا د احمدشاه مسعود د وژل کېدو تلین د نمانځنې په اړه خپور شوی خبر ناسم دی.

د پروان د والي ویاند سیدحکمتالله شمیم سلاموطندار سره په مرکه کې ویلي، پروان کې د ښځو له لوري د بندو دروازو تر شا د احمدشاه مسعود د وژل کېدو تلین د نمانځنې په اړه خپور شوی خبر ناسم دی.

د ملي دفاع وزارت ویاند عنایتالله خوارزمي نن پر ټویټر لیکلي چې پکتیا کې پر منصوري او هلمند کې پر عزم قول اوردوګانو د بریدونو ادعاوې ناسمې دي.

رویټرز خبري اژانس په کاناډا کې د سرچینو له قوله لیکلي چې دغه هېواد هغه نږدې ۱۰۰۰ افغانان منلي چې د اسلامي امارت له واکمنېدو وروسته د متحده عربي اماراتو کمپونو ته لېږدول شوي وو. اوس نږدې پنځه زره افغانان د متحده عربي اماراتو د کډوالو په کمپونو کې پاتې دي.

یوشمېر افغان ښځو نن په پروان، کاپیسا، بغلان، بدخشان او پنجشېر ولایتونو کې د بندو دروازو شا ته د احمدشاه مسعود د وژل کېدو تلین ونمانځه.
د مسعود پلویان به په تېرو دوو لسیزو کې پر دې ورځ سړکونو ته راوتل او دا ورځ به یې په ځانګړو مراسمو سره نمانځله، خو سږ کال چې اسلامي امارت پر سیاسي ګوندونو محدودیتونه لګولي، د هغه پلویان ونه توانېدل چې په ازاده فضا او د رسنیو مخې ته یې ونمانځي.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق یا یونیسف د «اډا» موسسې له لارې په غزني کې څلورو روغتونونو او ۹۶ کلینیکونو ته د لمریزې برښنا وسایل برابر کړي دي.

پکول پر سر کول د افغاني دود او دستور یوه برخه ده چې افغانان یې له لسیزو راهیسې د هېواد په ګڼو ولایتونو کې پالي او اوس خو ان په نړیواله کچه هم مشهور شوی دی.
د هېواد په بېلابیلو سیمو کې پکولونه جوړېږي، خو تر ټولو مشهور پکولونه «کونړي» دي. د دغو پکولونو بازار لا هم په کونړ او نورو ختیځو ولایتونو کې ښه تود دی.