رویټرز خبري اژانس په کاناډا کې د سرچینو له قوله لیکلي چې دغه هېواد هغه نږدې ۱۰۰۰ افغانان منلي چې د اسلامي امارت له واکمنېدو وروسته د متحده عربي اماراتو کمپونو ته لېږدول شوي وو.

د دغه راپور پر بنسټ، کاناډا د یادو کسانو دوسیې څېړي، څو په خپل هېواد کې ورته ځای ورکړي. اوس نږدې پنځه زره افغانان د متحده عربي اماراتو د کډوالو په کمپونو کې پاتې دي.

سرچینو رویټرز ته ویلي، کاناډا به د یادو کسانو له ډلې هغوی ومني چې په مذهبي لږکیو پورې اړه ولري، مجردې ښځې، د دولت کارکوونکي، ټولنیز فعالان او ژورنالیستان وي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

بله‌خوا یوې امریکايي سرچینې چې د نوم له ښودلو یې ډډه کړې، رویټرز ته ویلي چې تمه لري د یادو کسانو د لېږد بهیر په روانه میاشت کې پیل او اکټوبر کې پای ته ورسېږي.

په راپور کې لیکل شوي، هغه افغانان چې له کاناډا سره یې کار نه وي کړی یا هم کومه بله اړیکه ورسره ونه لري، کولای شي دغه هېواد ته ولاړ شي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه دلته وڅارئ

افغانستان کې د جمهوریت له سقوط او د اسلامي امارت واکمنېدو وروسته ۱۰ زره افغانان په اماراتو کې ځای پر ځای شول او تراوسه یې د خپل ناڅرګند برخلیک له کبله څو ځله اعتراضونه هم کړي دي.

امریکا هغه مهال له معترضانو سره ژمنه وکړه چې هېڅوک به په زوره بېرته خپل هېواد ته ونه لېږي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام