Asset 1SWN

کاناډا: تراوسه مو ۱۲۵۰۰ افغانان خپل هېواد ته رالېږدولي

WhatsApp Image 2022-05-03 at 12.33.21 AM

کاناډايي چارواکي وايي چې په افغانستان کې د ا.ا له واکمنېدو وروسته یې، په دغه هېواد کې له ګواښ سره مخ ۱۲۵۰۰ افغانان خپل هېواد ته لېږدولي دي.

د یاد هېواد د کډوالو چارو وزیر شان فریزر پرون پر خپل ټوېټرپاڼه لیکلي چې یادو کسانو په افغانستان کې له کاناډا سره اوږه په اوږه کار کړی چې دوی یې ستاینه کوي.

 د هغه په خبره، د لېږدول شویو کسانو له ډلې یې د تېرې شنبې پر ورځ هم ۳۳۶ کسان د پاکستان له لارې کاناډا ته لېږدولي دي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

 هغه دغه راز زیاته کړې چې دوی لاهم د هغو افغانانو د اېستلو هوډ لري چې په افغانستان کې یې له کاناډا سره ګډ کار کړی وي.

نوموړی داسې مهال کاناډا ته د افغانانو د لېږد خبره کوي چې ا.ا له ټولو هغو کسانو چې له هېواد څخه وتلي، بېرته د راګرځېدو غوښتنه کوي.

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام