یوه موریتانیايي کس چې له محاکمې پرته په ګوانتانامو کې ۱۴ کاله بندي و، ادعا کړې چې کاناډا د هغه په ​ نیولو کې لاس درلود او له دغه هېواد څخه یې شکایت کړی دی.

محمد‌ولید صلاحي په ۱۹۹۹ کال کې په امریکا کې په یوې ناکامه ترهګریزې دسسې کې د لاس لرلو په تور ونیول شو او پرته له دې چې جرم یې ثابت شي، ګوانټانامو ته ولېږدول شو.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

نوموړی اوس ۵۱ کلن دی او ادعا کوي چې کاناډايي چارواکو د هغه د فعالیتونو په اړه امریکا ته ناسم معلومات ورکړي او دغه معلومات لامل شوي چې نوموړی د کیوبا په ګوانټانامو زندان کې بندي شي او شکنجې او ځورونې وویني.

صلاحي وايي چې له فزیکي وهلو، بې‌خوبۍ او جنسي تیري سره مخامخ شوی دی. نوموړي په دې قضیه کې له کاناډا څخه د ۳۰ میلیونه ډالرو غرامت غوښتنه کړې ده.

ګوانتانامو د سپټمبر د یوولسمې له بریدونو وروسته د امریکا له لوري د ترهګریزو بریدونو د تورنو کسانو د زنداني کولو لپاره جوړ شوی او د دغه زندان پر چارواکو تل تور پورې کېږي چې ناقانونه نیونې او زندانیانو سره ناسم چلن کوي.

صلاحي ګوانټانامو کې د بند پرمهال څو کتابونه ولیکل چې وروسته بیا د نوموړي له دغو کتابونو او خاطراتو څخه په ۲۰۲۱ کال کې د «موریټانیا» په نوم یو فیلم هم جوړ شو.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

هغه په ​​۲۰۱۶ کال کې له ګوانټانامو زندان څخه راخوشې شوی دی.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام