د افغانستان د ژورنالېستانو او رسنیزو بنسټونو فدراسیون په هېواد کې د خبریالانو او رسنیو له وضعیت څخه اندېښنه څرګنده کړې او ویلي یې دي چې له خبریالانو او رسنیو سره ناقانونه چلن او محدودیت به د رسنیو نیمڅی ورټول کړي.

دغه بنسټ نن په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې په وروستۍ یوې میاشت کې له خبریالانو سره د تاوتریخوالي ۲۰ پېښې ثبت شوي او څو رسنۍ هم تړل شوي دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

په خبرپاڼه کې راغلي چې له دې سربېره، اسلامي امارت د کورنیو رسنیو پرمټ د یو‌شمېر نړیوالو رسنیو د ټلوېزیوني خپرونو پر نشراتو هم بندیز لګولی دی.

د افغانستان د ژورنالېستانو او رسنیزو بنسټونو فدراسیون له اسلامي امارت څخه غوښتنه کړې چې د خپلو مخکینیو ژمنو سره سم دې د افغانستان له رسنیو ټولنې څخه ملاتړ وکړي او اطلاعاتو ته د لاسرسي زمینه دې برابره کړي.

دغه بنسټ زیاته کړې، که چېرته په دې برخه کې اقدامات ونشي، د هرې ورځې په تېرېدو به وضعیت خراب او په هېواد کې به د رسنیو نیمڅی ورټول شي.

دا په داسې حال کې ده چې نن په کندهار ولایت کې د «ملت غږ» محلي راډیو مسوولانو سلام‌وطندار ته ویلي چې اسلامي امارت د دوی دفتر ته ورغلی او د یادې راډیو درې کارکوونکي یې له ځان سره بیولي دي.

د یادې راډیو د مسوول په وینا، استخباراتو په کندهار کې د محلي رسنیو لس کسه مسوولان تېره ورځ خپلې ادارې ته ورغوښتي وو او په رسنیو کې د خپرونو پر څرنګوالي یې ورته لارښوونې کړې دي.

نوموړی وايي، د کندهار لپاره د اسلامي امارت د استخباراتو ادارې د رسنیو مسوولانو ته ویلي چې په رسنیو کې به سندرې نه خپروي او که کومې رسنۍ سندرې خپرې کړې، دوی به ورسره سخت چلن وکړي.

بل‌خوا بي‌بي‌سي‌ بېګاه راپور ورکړ چې اسلامي امارت د افغانستان محلي رسنیو ته امر کړی چې د بي‌بي‌سي‌ ترڅنګ د یو‌شمېر نورو نړیوالو رسنیو ټلوېزیوني خپرونې بندې کړي.

بي‌بي‌سي ویلي چې د دغه امر سره هم‌مهاله په افغانستان کې د بي‌بي‌سي پښتو، ازبکي او فارسي ټلوېزیونونو خپرونې بندې شوې دي.

له هغه وروسته د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت اړوند پر رسنیو د څار مسوول عبدالحق حماد سلام‌وطندار ته وویل، د یادو رسنیو نشرات یې له دې امله بند کړي چې اسلامي او افغاني فرهنګ ته پام یې نه کاوه.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

نوموړي زیاته کړه چې اسلامي امارت د نړیوالو رسنیو د خپرونو له منځپانګې سره ستونزه نه‌لري، خو په ټلوېزیوني خپرونو کې باید افغاني او اسلامي فرهنګ ته پام وشي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام