Asset 1SWN

په کورنیو کې د ځوانانو د کډوالۍ کچې ارزول او د هغې ناوړه پایلې

Afghan-Refugees-121-qnbo8rwcppiakpk3sb46kwplf3ytl2pzu8u50x36a0

د مسلې میان

کډوالي چې تل انسان ورسره مخامخ دي او د بشري تاریخ له پیل څخه تر اوسه پورې یې په بېلابېل ډول دوام کړی دی. د کډوالۍ لامل د هر چا لپاره د شخصیت، ټولنې، کلتور، اقتصاد او سیاسي وضعیت له اړخه توپیر کوي او روښانه ده چې پایلې یې هم بېلې دي. په یوه ټولنه کې د کډوالۍ کچه د هغې ټولنې د وروسته پاتې‌والي ښکارندويي کوي. په دې څېړنه کې هم مهمه مسله دا ده، څو روښانه کړو چې د په پام کې نیول شویو کورنیو څو څو غړي او څه وخت کډوال شوي دي. همدارنګه، د ځوانانو د کډوالۍ لاملونه هغه څه دي چې په دې څېړنه کې ورته کتنه شوې ده.

د څېړنې مخینه

سره له دې چې د افغان ځوانانو د کډوالۍ په اړه چې د وزګارتیا له کبله یې هېواد پريښی او د هغو د پایلو په اړه راپورونه جوړ شوي، خو دا چې له هرې کورنۍ څو کسانو کډوالۍ ته مخه کړې؟ تر ټولو ډېر کسان په کومه موده کې تللي او کوم شمېر یې غواړي کډوال شي؟ تر اوسه په دې اړه هراړخیزه څېړنه نه‌ده شوې. نو په دې څېړنه کې هڅه شوې، څو د نمونې په توګه د غوره شویو کورنیو د غړیو شمېر چې کډوال شوي یا یې د کډوالۍ هڅه کړې، په ډاګه شي. دا د دغه راپور مهم ټکي او تازه‌والی ښيي.

د څېړنې پوښتنې

ایا ستاسو د کورنۍ کوم کس کډوال شوی دی؟

ستاسو د کورنۍ څو غړي کډوال شوي؟

ستاسو د کورنۍ تر ټولو ډېر کسان څه وخت کډوال شوي؟

ستاسو د کورنۍ غړیو د کډوالۍ لامل یا لاملونه کوم دي؟

که تاسو ته د کډوالۍ اسانتیاوې برابرې شي، کډوال کېږئ؟

د څېړنې موخې

په کورنیو کې د ځوانانو د کډوالۍ کچې ارزونه؛

د هغو کسانو د شمېر په ګوته کول چې غواړي هېواد پرېږدي؛

له هېواده د ځوانانو د کډوالۍ د لاملونو روښانول؛

په یوه څرګنده زماني موده کې د تر ټولو ډېرې کډوالۍ د کېدو موندل؛

او د ټولنې لپاره د ځوانانو له‌‌خوا د هېواد پرېښودو پایلې.

د څېړنې موده

دغه څېړنیز راپور د ۲۰۲۴ کال د مارچ لومړۍ او د اپرېل تر شپاړلسمې پورې جوړ شوی دی.

د څېړنې میتود

د راپور سوژې او د شمېرو راټولولو ته په پام، د دې څېړنې د بشپړولو لپاره پوښتنې وېشل شوي او د SPSS پروګرام په وسیله شنل شوې دي.

د څېړنې پر وړاندې ننګونې

څرنګه چې افغانستان کې له ننګونو پرته څېړنې نه کېږي، موږ د دې څېړنې پر مهال له لاندې ننګونو سره مخامخ شوو:

د څېړنې لپاره د شمېرو پر بنسټ ولاړې ټولنې کم‌کاري؛

د څېړنې لپاره د امکاناتو کموالی؛

او د څېړنې لپاره د انساني سرچینو کموالی؛

د څېړنې متغیرونه

عمر، د زده‌کړو کچه، کډوالي، ځوانان، کورنۍ او پایلې.

د راپور لنډیز

سلام‌وطندار په کورنیو کې د ځوانانو د کډوالۍ شمېر روښانولو لپاره په کابل کې ۳۱۲ کورنۍ د نمونې په توګه په نښه او پوښتنې یې پرې وېشلې دي. هغو کسانو چې ځوابونه ورکړي، بېلابېل عمرونه لري چې ۳۶،۵ سلنه یې د ۱۸ تر ۲۴ کلونو، ۳۶،۹ سلنه یې د ۲۵ تر ۳۰ کلونو، ۱۶،۳ سلنه یې له ۳۱ تر ۴۰ کلونو او ۱۰،۳ سلنه یې هم له ۴۰ کلونو پورته عمر درلود.

دا ارزونه د پوښتنو د وېش پر بنسټ شوې او پایلې یې ښيي چې د ۳۱۲ کورنیو له ډلې ۷۶،۵ سلنه هغو ویلي چې د کورنۍ غړي یې کډوال شوي دي.

د ۳۱۲ کورنیو له ډلې ۲۳۸ کورنۍ چې غړي یې کډوال شوي، ۴۹،۹ سلنه هغو ویلي چې د کورنۍ یو غړی یې کډوال شوی، ۲۷ سلنه ویلي چې د کورنۍ له دوو ډېر غړي یې کډوال شوي او ۲۶ سلنه نورو ویلي چې د کورنۍ دوه غړي یې کډوال شوي دي.

په ۲۳۸ کورنیو کې چې غړي یې کډوال شوي، ۶۱ سلنه هغو ویلي چې ځوان ورور یې له هېواده کډوال شوی، ۱۵ سلنه ویلي چې خور یې تللې او پنځه سلنه ګډونوالو ویلي چې خاوند یې کډوال شوی دی. همداشان، اته سلنه هغو ویلي چې زوی کډوال شوی دی. اووه سلنه ویلي چې لور او زوی دواړه یې کډوال شوي او پنځه سلنه نورو بیا ویلي چې پلار کډوال شوی دی.

په دې پوښتنلیک کې له ګډونوالو پوښتل شوي چې که د کډوالۍ لاره درته هواره شي، کډوالۍ ته زړه ښه کوئ؟

۸۳ سلنه ځواب ورکوونکو د «هو» ځواب غوره کړی او ویلي یې دي چې د ښه ژوند جوړولو او په افغانستان کې له شته ستونزو څخه د تېښتې لپاره غواړي چې هېواد پرېږدي. ۱۷ سلنه هغو ویلي چې هېواد نه پرېږدي او پاتې کېږي چې جوړ یې کړي.

بشپړ راپور

سلا‌وطندار د ځوانانو د کډوالۍ کچې او د هغې د پایلو، لاملونو او دا چې له هرې کورنۍ څو کسان، څه وخت او څه ډول کډوال شوي او څومره غواړي چې ووځي، په کابل کې سروې کړې چې ۳۱۲ کورنیو په‌کې ګډون کړی دی. هغو کسانو چې ځوابونه ورکړي، بېلابېل عمرونه لري چې ۳۶،۵ سلنه یې د ۱۸ تر ۲۴ کلونو، ۳۶،۹ سلنه یې د ۲۵ تر ۳۰ کلونو، ۱۶،۳ سلنه یې له ۳۱ تر ۴۰ کلونو او ۱۰،۳ سلنه یې هم له ۴۰ کلونو پورته عمر درلود.

۱۰۴ ګډونوالو چې ۳۳،۳ سلنه کېږي، د کورنۍ د غړیو شمېر یې د اوو تر لسو کسانو پورې دی. ۸۰ نورو ویلي چې د کورنۍ د غړیو شمېر یې له پنځو تر اوو کسانو، ۵۳ ویلي چې د کورنۍ د غړیو شمېر یې له درېوو تر پنځو کسانو او ۷۵ نورو چې ۲۴ سلنه جوړوي، ویلي چې د کورنۍ د غړیو شمېر له لسو کسانو څخه زیات دی.

۲۳۸ کورنیو چې د غړي یې کډوال شوي، د دې پوښتنې په ځواب کې چې د کورنۍ کوم غړی مو کډوال شوی، ډېر شمېر هغو یې چې ۶۱ سلنه جوړوي، ویلي چې ورور یې، پنځلس سلنه ویلي چې خور یې، پنځه سلنه ویلي چې خاوند یې، اته سلنه ویلي چې زوی یې، اووه سلنه نورو ویلي چې لور او زوی یې او څلور سلنه ګډونوالو هم ویلي چې پلار یې کډوال شوی دی.

د ۲۳۸ کورنیو له ډلې ۱۶۰ ګډونوالو چې ۶۷ سلنه جوړوي، ویلي چې د کورنۍ لومړنی غړی یې په وروستیو شاوخوا دوه‌نیمو کلونو کې کډوال شوی دی. همدارنګه، ۷۸ کسانو چې ۳۳ سلنه جوړوي، ویلي چې د کورنۍ لومړی غړی یې څه باندې درې کاله مخکې کډوال شوی دی.

۷۷ سلنه کورنۍ چې غړي یې کډوال شوي، ویلي چې د کورنۍ ډېر شمېر غړي یې په وروستیو درېوو کلونو کې کډوال شوي دي. همداشان، ۲۳ سلنه نورو بیا ویلي چې د کورنۍ تر ټولو ډېر غړي یې له درېوو کلونو مخکې تللي دي.

له کورنیو څخه دا هم پوښتل شوي چې د کورنۍ غړیو د کډوالۍ لاملونه یې څه وو؛ ۷۷ کسانو چې ۳۱،۸ سلنه جوړوي، اقتصادي او امنیتي ستونزې او ناهیلي د کډوالۍ لاملونه بللي دي. ۳۰،۶ سلنه بیا یوازې اقتصادي ستونزې د کډوالۍ لامل بولي. ۲۶ سلنه بیا راتلونکي ته ناهیلي غوره کړې او ۱۱،۶ سلنه نورو امنیتي ستونزې او ګواښونه په ګوته کړي دي.

په دې سروې کې د کډوالۍ د څرنګوالي او ډول په اړه هم پوښتل شوي چې ۱۲۰ ګډونوالو چې ۵۱ سلنه جوړوي، ویلي چې د کورنۍ غړي یې له قانوني لارو کډوال شوي، خو ۴۹ سلنه نورو ویلي چې پر ناقانونه لارو تللي دي.

په دې سروې کې دا هم پوښتل شوي چې که د کډوالۍ لاره درته هواره شي، ایا کډوالي کوئ؟ د ۳۱۲ کسانو له ډلې ۲۵۸ هغو چې ۸۳ سلنه جوړوي، د «هو» ځواب غوره کړی  او ویلي یې دي چې د ښه ژوند جوړولو او افغانستان کې له شته امنیتي ستونزو څخه د تېښتې په موخه غواړي کډوال شي. ۱۷ سلنه ګډونوالو ویلي چې هېواد نه پرېږدي او غواړي جوړ یې کړي.

وړاندیزونه

موږ د دې څېړنې ترلاسه شویو پایلو ته په پام لاندې وړاندیزونه کوو:

د کډوالۍ کچې کمېدو لپاره دې د ځوانانو لپاره کاري بوختیاوې برابرې شي.

ځوانانو ته دې د راتلونکې په اړه انګېزه او هیله ورکړل شي.

د ناقانونه کډوالۍ د پایلو په اړه دې ځوانانو ته عامه پوهاوی ورکړل شي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام