د ټرانسپورټ او هوايي چلن وزارت د هواپېژندنې ریاست مسوولان په ۲۲ ولایتونو کې د سختو بارانونو کېدو او د سېلابونو راوتلو خبرداری ورکړی دی.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
دغه ریاست په بدخشان، تخار، کندوز، بلخ، جوزجان، سرپل، فاریاب، سمنګان، بغلان، پنجشېر، نورستان، کونړ، لغمان، ننگرهار، پروان، کاپیسا، کابل، میدانوردګ، لوگر، پکتیا، خوست و بامیان ولایتونو کې د سختو بارانونو او سېلابونو اټکل کړی دی.
د هواپېژندنې ریاست ویلي چې د هېواد په بېلابېلو برخو کې به د باران کچه له ۱۵ تر ۴۵ ملي مټرو پورې وي.
د دغه ریاست په خبرتیا کې لیکل شوي چې په شمالي، مرکزي، لوېدیځو، سوېلي او سوېل لوېدیځو ولایتونو کې به سخت باد چې تېزوالی به یې په ساعت کې له ۳۰ تر ۷۰ کیلومټره پورې وي، هم له یاد باران سره مل وي.