په تېره یوه شپه او ورځ کې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د سختو اورښتونو له کبله سېلابونه راوتلي چې پرمهال یې یو‌شمېر کسان مړه شوي او ګڼ‌شمېر کورونه یې نړولي دي.

په تېرو څلېرویشت ساعتونو کې د لوګر خوښۍ ولسوالیو کې سېلابونو د ځاني تلفاتو سربېره سلګونه کورونه نړولي او زرګونه کرنیزه ځمکه یې ویجاړه کړې ده.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د یاد ولایت مسوولان وايي چې تراوسه په دغه ولایت کې د سېلابونو راوتلو له امله ۲۰ کسان مړه شوي او څلور ورک دي. همداراز د مسوولانو په وینا،  سېلابونو ۳۰۰۰ جریبه ځمکه ویجاړه کړې او ۲۰۰۰ څاروي یې هم له‌منځه وړي دي.

د دې ترڅنګ په کندوز، نورستان، لغمان او روزګان ولایتونو کې هم د تېرې یوې شپې او ورځې پرمهال سېلابونو خلکو ته درانه زیانونه اړولي دي. د سېلابونو راوتلو له امله په نورستان کې ۱۵ کسان مړه شوي او ۲۰ ټپیان شوي دي.

د نورستان د والي ویاند سيف‌الدين لټون سلام‌وطندار ته ویلي چې د سېلابونو له کبله خلکو ته ګڼ مالي زيانونه هم اوښتي، لسګونه کورنۍ يې زيانمن کړي او ترڅنګ يې کرنيزې ځمکې هم ویجاړې شوې دي.

بل‌خوا د لغمان ولایت مسوولان وايي چې په تېرو څلېروېشت ساعتونو کې د سېلابونو راوتلو له امله ۳ کسان مړه شوي او ۱۵ ټپیان دي. روزګان کې هم چارواکي وايي چې په تېره یوه اوونۍ کې دغه ولایت کې د سېلابونو راوتلو پرمهال یو ماشوم  مړ شوی او ۲۸۰ کورونه نړېدلي دي.

طبیعي پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت مسوولان وايي چې ‎ مرستندویه ډلې یې لوګر کې د سېلابونو راوتلو له امله د اوښتونو زیانونو  پر سروې بوخت دي.

د یاد وزارت ویاند محمد نسیم حقاني وايي چې د لارو بندېدو له امله مرستندویه ډلې له ستونزو سره مخ شوي دي. د طبیعي پېښو کارپوه عبدالباسط رحماني سلام‌وطندار ته ویلي چې د خبرداري او څارنې  سېسټم ستونزې لري او معیاري نه دی.

نوموړي وویل: «موږ د اقلیمي پېښو په تړاو دوه پارامیټراه لرو چې خبرداری پیاوړی کوي. یو یې هیدرلوژي او بل یې میټرولوژي دی. د هواپېژندنې اداره د میټرولوژي پارامټرونو څخه څارنه کوي او د اوبو او انرژۍ وزارت له هیدرولوژي څخه چې له بد مرغه دواړه جلا کارونه کوي.»

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

په تېر یوه کال کې د نورو ستونزو ترڅنګ د طبیعي پېښو له پلوه هم خلکو ته له تلفاتو ډک کال و، خو د حکومت له لوري د یوې منظمې تګلارې نشتون له هغو ستونزو بلل کېږي چې له امله یې خلک ډېر زیان ویني او مرګ‌ژوبله لوړه وي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام