باختري خبري اژانس د پروان محلي چارواکو له قوله راپور ورکړی چې د دغه ولایت د سیاه‌ګرد او شینواري ولسوالیو ځینو برخو کې د راوتلو سېلابونو له کبله لږ تر لږه ۳۱ کسان مړه او ۱۷ نور ټپیان شوي دي.

د باختر خبري اژانس د راپور پربنسټ، پروان کې د سېلابونو راوتلو له امله لسګونه کسان لادرکه شوي هم دي. باختر اژانس ویلي چې ښايي د مرګ‌ژوبلې شمېرې له دې هم لوړې شي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

په دغو سېلابونو کې سلګونه کورونه او زرګونه جریبه کرنیزې ځمکې هم ویجاړې شوې دي. د بروان د اطلاعاتو او فرهنګ رییس شمس‌الحق صدیقي ویلي چې د سیاه‌ګرد ولسوالي کې ډېری کورونه ویجاړ شوي او د «تیکمر» سیمه کې یوازې یو کلی له ۳۰ کورونو سره په بشپړه توګه له‌منځه تللی دی.

د یادونې وړ ده چې دغه ولایت کې د راوتلو سېلابونو له کبله د پروان-بامیان لویه لاره هم هم د ټرافیکو پرمخ تړل شوې ده. په ورته مهال پرون ورځ هم د هېواد په یو‌شمېر ولایتونو کې د سختو اورښتونو له کبله سېلابونه راوتلي دي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

له دې سره هم‌مهاله د هېواد د هواپېژندنې ادارې په ۲۲ ولایتونو کې د سختو اورښتونو او له امله یې د سېلابونو د راوتلو خبرداری ورکړی دی.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام