د لوګر محلي مسوولان وايي چې د دغه ولایت په مرکز او ځینو ولسوالیو کې د شویو بارانونو له امله سېلابونه راوتلي چې پرمهال د ځاني زیان ترڅنګ خلکو ته درانه مالي زیانونه هم اړولي دي.

د یاد ولایت د والي ویاند عمر منصور سلام‌وطندار ته ویلي، د بېګاه شپې بارانونو له کبله په مرکز پل‌علم، بره‌کي برک، څرخ او محمداغې ولسوالیو کې سېلابونه راوتلي دي.

د عمر منصور په وینا، په څرخ ولسوالي کې د راوتلو سېلابونو له کبله درې ښځې مړې شوې او خلکو ته مالي زیانونه هم اوښتي دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

په ورته مهال د لوګر د والي ویاند همداراز زیاته کړې چې له ځاني زیان سربېره، سېلابونو لسګونه کورونه، لویې لارې، پلونه او پلچکونه او کرنیزې ځمکې له‌منځه وړي دي.

 بل‌خوا د لوګر د کرنې او مالدارۍ رياست د مطبوعاتو مسوول شاهدالله همراز سلام‌وطندار ته ویلي چې ډېر ژر به په سېلاب ځپلیو سیمو کې د مرستو په موخه خپلې سروې پیل کړي.

 د لوګر ترڅنګ د بېګانۍ شپې د اورښتونو له امله په میدان‌وردګ او خوست ولایتونو کې هم د سېلابونو راوتلو له امله ۹ کسان مړه شوي دي.

د خوست د ځايي مسوولانو او یوې سرچینې په وینا، په نادرشاه کوټ ولسوالي کې د راوتلو سېلابونو له امله ۶ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

په  ورته مهال میدان‌وردګ هم چارواکو ویلي چې د وروستیو اورښتونو له کبله د دغه ولایت د جلرېز ولسوالي په «دره بوغه» سیمه کې درې کسان مړه شوي او خلکو ته یې درانه مالي زیانونه هم اړولي دي.

پدې خبر پورې اړوند:

کلیدواژه‌ها: // // // // //

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام