Asset 1SWN

د لوګر ورزش‌کاران: المپیک ملي اداره دې ورزش‌کارانو ته اسانتیاوې برابرې کړي

لوګر-والیبال

د لوګر  مرکز پل‌علم او یوشمېر ولسوالیو ورزش‌کارانو سلام‌وطندار ته وايي چې اوس له مرکز پل‌علم پرته په هېڅ ولسوالي کې ځوانانو لپاره معیاري لوبغالی شتون نه‌لري او ورزش‌کاران له پراخو ستونزو سره مخ دي.

دوي د لوګر د سپورت ادارې له چارواکو غواړې چې د دغه ولایت ځوانانو ته په خپل ولایت کې د ظرفیت لوړونې، وسایلو او معیاري لوبغالو نشتون برخه کې شته ستونزې هوارې کړي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د یاد ولایت یوه ورزش‌کار عبدالوحید سلا‌م‌وطندار ته وویل: «زه د لوګر یو ورزش‌کار یم، زه له دولت څخه غواړم چې د والیبال او کرېکټ مناسب لوبغالي جوړ کړي او همدارنګه ورزش‌کارانو ته د ورزش وسایل او اسانتیاوې برابرې کړي.»

په ورته مهال محمدیاسین چې لوګر کې د کرېکټ لوبغاړی دی او له کلونو راهیسې دغه لوبه کوي، وايي، د معیاري لوبغالي نشتون له امله ګڼو ستونزو سره مخ دي. «لوګر کې د ورزش‌کارانو تر ټولو لویه ستونزه په ولسوالیو کې د ورزش کولو معیاري لوبغالو نشتون او همدارنګه د وسایلو نشتون لوې ستونزې دي، دولت باید د ورزش‌کارانو ظرفیت لوړونې ته هم جدي پام وکړي.»

په همدې حال کې سیف‌الرحمن چې د لوګر خوښۍ ولسوالي یو ورزش‌کار سلام‌وطندار ته وویل، د پخوا په پرتله د هېواد په کچه کرېکټ ورزش د پام وړ پرمختګ کړی، خو د خوښۍ ولسوالي په ګډون په ډېری ولسوالیو کې دغې برخه کې ته هېڅ کار هم ندی شوی.

نوموړي د لوګر پر چارواکو غږ وکړ چې په مرکز پل‌علم او ولسوالیو کې د کرېکټ لوبې ورزش‌کارانو ته د لوبغالو ترڅنګ د لوبو کولو وسایل هم برابر کړي.

هغه وویل: «المپیک باید کرکټرانو ته معیاري لوبغالي او کرېکټ وسایل مرسته کړي. تراوسه لوګر کې رسمي د لوبو لوی میدان شتون نه‌لري او باید هر ځوان ته په خپله ولسوالي کې د وزرش کولو اسانتیاوې برابرې شي.»

همدارنګه د لوګر  محلي مسوولان وایي، د پخوا په پرتله د لوګر بدني روزنې او ورزش امریت د پام وړ پرمختګ کړی دی او په تېر یوه کال کې یې د ولایت او سوېل‌ختیځ زون په کچه لسګونه د ورزش سیالي په لاره اچولي دي.

دوي زیاتوي، هڅه کوي چې د لوګر  مرکز پل‌علم سربېره په ولسوالیو کې هم ځوانانو ته ورزش کولو اسانتیاوې برابرې کړي.

په دې اړه د لوګر د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست رییس رفېع‌الله صمیم سلام‌وطندار ته  وویل، «لوګر ولایت المپیک د هېواد په کچه یو فعاله اداره او امریت ده او ټولې ملي او عنعنوي لوبې دلته شوې دي. تېره ورځ هم دغه ولایت کې د والېبال سیالي ترسره شوې، کرېکټ لوبې د څو ولایتونو په کچه وشوې، موږ هڅه کوو چې د ورزش برخه کې نورې لاسته راوړنې هم ولرو او د ځوانانو غوښتونو ته پام وکړو.»

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

لوګر پلازمینې کابل ته څېرمه پروت ولایت دی چې د کرېکټ، والېبال، فوتبال، فوتسال او دې‌ته ورته نورو ورزشونو سلګونه ورزش‌کاران او زرګونه مینوال شتون لري.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام