Asset 1SWN

سلام وطندار

لوګر کې د سوېل‌‌ختیځ زون په کچه د پنځو ولایتونو ترمنځ د والېبال سیالي پيل شوې

IMG-20240125-WA0006

 د لوګر د بدني روزنې او ورزش امریت چارواکي وايي، د یاد ولایت په کوربه‌تون د پکتیا، پکتیکا، خوست او غزني ولایتونو ترمنځ د والیبال سیالي پيل شوې.

د یاد ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت امر انجینیر مزمل نعیم‌زي سلام‌وطندار ته وویل، دغه سیالي د والیبال فدراسیون له لوري د پل‌علم په دولتي جمنازیم کې کیږي چې یوه اوونۍ به دوام وکړي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

نوموړي زیاته کړه: «د سوېل ختیځ زون په کچه د والیبال سیالیو جوړېدو څخه موخه د غوره لوبغاړو پېژندل او همدارنګه والیبال لوبې او لوبغاړو ته وده ورکول دي.»

نعیم‌زی وایي، د سیالیو پيل کې خوست او د لوګر ولایتونو د والیبال غوره لوبډلې سره مخامخ شوې چې په لومړۍ لوبه کې لوګر خوست ته درې په صفر کې ماته ورکړه.

د لوګر د والیبال یوه لوبغاړي کریم‌الله سلام‌وطندار ته وویل، خوښ ده چې د یاد ولایت په کوربه‌تون د پنځو ولایتونو ترمنځ د والېبال سیالۍ تر سره کیږي.

هغه زیاته کړه، د والېبال فدارسیون ریاست ته پکار ده چې ورته سیالۍ د هیواد په پاتې زونونو کې هم جوړې کړي، څو پورې د والېبال لوبغاړو ترمنځ تجربې نورې هم پياوړې شي.

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

باید وویل شي چې تېره اوونۍ هم د بدني رونې او ورزش امریت له لوري د لوګر  ۲۶ غوره لوبډلو ترمنځ د « ژمي جام» په نوم د فوتسال سیالي وشوې.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام