Asset 1SWN

ملي دفاع وزارت: د پاکستان خاوره د افغانستان پرضد کارول شوې او باید ځواب ورکړي

3079538_0_1_2048_1153_1920x0_80_0_0_28d18abe6e118b2907d390e3c6e19886

د ملي دفاع وزارت د پاکستان د پوځ ویاند هغه ادعا ته چې ګواکې په دغه هېواد کې پر چینایي وګړو شوی ځانمرګی برید په افغانستان کې پلان شوی و، غبرګون ښودلی او دغه ادعا یې په کلکو ټکو غندلې.

د ملي دفاع وزارت ویاند عنایت‌الله خورازمي نن چهارشنبه، غويي ۱۹مه پر اېکس‌پاڼه لیکلي چې د پاکستان د پوځ ویاند وروستۍ څرګندونې بې‌مسوولیته او له حقیقت لرې دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

هغه لیکلي: «د خېبرپښتونخوا په یوه داسې سیمه چې د پاکستان امنیتي ځواکونو تر کلک پوښښ لاندې ده، د چینايي وګړو وژل‌کېدل، د پاکستان امنیتي ارګانونو کمزوري او یا هم له حمله‌ کوونکو سره همکاري په ډاګه کوي چې دواړو صورتونو کې یې مسوولیت د پاکستان حکومت ته متوجه دی.»

د ملي دفاع وزارت ویاند همداراز لیکلي چې د پاکستان خاوره د افغانستان پر ضد کارول شوې او په وینا یې، دغه هېواد باید په دې اړه ځواب ورکړي.

«موږ د داعش خوارجو ګڼ موارد لرو چې د پاکستان له خاورې افغانستان ته اوښتي، د هغوی خاوره زموږ پر ضد کارول شوې او پېښې له هغه هېواد څخه تنظمېږي چې پاکستان یې باید په اړه ځواب ووايي.»

د خورازمي په وینا، د ورته پېښو او موضوعاتو د «پړې ګوته افغانستان ته نیول په کلکو ټکو غندي.»

د ملي دفاع وزارت ویاند ټينګار کړی چې افغانستان د پاکستان امنیت او ثبات د سیمې په ګټه بولي او په وینا یې، «افغانستان د پاکستان ولسونو پر ورورولۍ او ښو اړیکو باور لري.»

د پاکستان پوځ ویاند جنرال احمدشریف پرون سه‌شنبه، غويي ۱۸مه اسلام‌اباد کې د یوې خبري ناستې پرمهال ادعا وکړه چې پر چینايانو ځانمرګی برید‌کوونکی د افغانستان وګړی دی.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

د مارچ پر ۲۶مه د خېبرپښتونخوا ایالت د شانګلې ولسوالي په بشام سیمه کې په شوي ځانمرګي برید کې پنځه چینایي انجینیران او د هغوی پاکستانی موټر چلوونکی وژل شوي وو.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام