Asset 1SWN

یعقوب م.جاهد: د افغانستان پر سرپرست حکومت سیاسي فشارونه بې‌پایلې دي

مجاهد-qjgws8v2nauvnk5esz9uu137ufbry462m2jsqei2ko

د ملي دفاع وزارت سرپرست محمد.یعقوب م.جاهد د چهارشنبې په ورځ په کابل کې «د اسلامي نظام او ملي یووالي د ټینګښت» په نوم یوه غونډه کې د وینا پر مهال د افغانانو پر یووالي ټینګار کړی او ویلي یې دي، که افغانان سره یوموټی شي، نړۍ به سرپرست حکومت او افغانان په رسمیت وپېژني.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

نوموړی زیاتوي: «هغوی چې د ملي ګټو تخریبوونکي دي او هر څوک یا ډله چې فتنې او یووالي ته لمن وهي، خلک باید نه ورته ووايي او هڅې به یې هم پایله ولري.» د دفاع وزارت سرپرست ټینګار کوي چې د افغانستان پر سرپرست حکومت سیاسي فشارونه بې‌پایلې دي او هېڅ ګټه نه لري.

په همدې حال کې د امر بالمعروف او نهې عن‌المنکر وزارت سرپرست محمدخالد حنفي هم په دې غونډه کې ویلي، ا.ا به هېچا ته اجازه ور نه‌کړي چې د افغانستان د قومونو ترمنځ د مذهب، قوم او ژبې په نوم لرېوالی راولي.

بله‌خوا د ریاست‌الوزرا سیاسي مرستیال محمد عبدالکبیر وايي، له نړۍ سره د سرپرست حکومت اړیکې پراخې شوي او په وینا یې، اوس د سیمې او نړۍ ۱۷ هېوادونه له اسلامي امارت سره رسمي اړیکې لري.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت «د اسلامي نظام او ملي یووالي د ټینګښت» په نوم یوه‌ورځنۍ غونډه په افغانستان کې د ملي یووالي د پیاوړتیا په موخه د یوشمېر ولایتونو د استازیو او اوسېدونکیو په ګډون د لویې جرګې په تالار کې جوړه شوې وه.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام