Asset 1SWN

متقي او اوتنبایوا د دوحې د راتلونکې غونډې پر څرنګوالي غږېدلي

سسسسسسسسسسسسسسسسسسس

د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ یا يوناما له مشرې روزا اوتنبایوا سره لیدلي دي. د دغه وزارت د ویاند مرستیال ضیااحمد تکل رسنیو ته ویلي چې د یوناما مشرې روزا اوتنبایوا په دې لیدنه کې ا.ا ته بلنه ورکړې چې د دوحې په راتلونکې غونډه کې ګډون وکړي.

د نوموړي په وینا، د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي د دوحې د راتلونکې غونډې د اجندا او ترکيب په اړه له يوناما څخه د لا وضاحت غوښتنه کړې او په وینا یې، ا.ا به د دغو جزیاتو پر بنسټ، خپل پلاوی ور ولېږي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

دا په داسې حال کې ده چې د رییس‌الوزرا د سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر په مشري د اسلامي امارت سیاسي کمېسیون د شنبې په ورځ د یوې غونډې په جوړولو سره په دوحه کې د راتلونکې جوړېدونکې غونډې په اړه خبرې اترې کړې دي.

په ورته وخت کې د چارو یوشمېر کارپوهان د دوحې په راتلونکې غونډه کې د اسلامي امارت پر ګډون ټینګار کوي او هغه له سیاسي کړکېچ څخه د افغانستان د وتلو لپاره یو فرصت بولي. سیاسي چارو کارپوهانو عزیز ستانکزي او اجمل زرمتي په دې اړه سلام‌وطندار ته ویلي:

«ښه ده چې د اسلامي امارت استازی په دې غونډه کې نړۍ ته قناعت ورکړي او یو سیاسي پرمختګ به وي چې باید ترې ګټه واخلي.

«له دغه فرصت څخه باید پوره ګټه واخیستل شي او اسلامي امارت هم په خپل بهرني سیاست کې خنډونه او ننګونې وارزوي او یاده یې کړي چې هېوادونه یې د کومو لاملونو له کبله په رسمیت نه پېژني.»

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

ټاکل شوې د افغانستان په اړه د دوحې غونډه د روانې فبروري میاشتې په ۲۹مه او ۳۰مه د ملګرو ملتونو په کوربه‌توب او د نړۍ د یوشمېر هېوادونو د استازیو په ګډون په قطر کې جوړه شي.

مرتبط با این خبر:

کلیدواژه‌ها: // // // // // // //

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام