Asset 1SWN

له افغانانو سره د مرستو کموالي په اړه د خوړو نړیوال پروګرام خبرداری

WFP-11-ps1qn3g2p3gp6z16feaczvzes4qoiifzgwjgb3tp54

د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام د افغانستان د برخې مسوولانو سلام‌وطندار ته ویلي چې په راتلونکو شپږو میاشتو کې له اړمنو افغان کورنیو سره د مرستې لپاره ۱۱۱ میلیونه ډالره بیړنۍ بودیجې ته اړتیا لري. دوی خبرداری ورکوي، که دا پیسې یې په واک کې ور نه‌کړل شي، په افغانستان کې به یې له اړمنو سره مرستې را کمې شي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام د افغانستان برخې مسوول وحیدالله اماني وايي: «د دې لپاره چې موږ په هغو لرو پرتو او غرنیو سیمو کې چې د واورې په اورېدو سره یې لارې تړل کېږي، خوراکي توکي زېرمه کړو، په دغو سیمو کې له درې میلیونه څخه ډېر کسان د ژمي لپاره خوراکي توکو ته اړتیا لري. دا باید زېرمه کړای شوو او دې ته بیړنۍ اړتیا ده.»

بله‌خوا کابل ښار کې یوشمېر اړمنې کورنۍ وايي، د هرې ورځې په تېرېدو سره یې بشري مرستو ته اړتیا زیاتېږي. د کابل ښار اوسېدونکی جمال وايي: «د اقتصاد کچه ډېره را ټیټه شوې. کار نه لرو، ډېره ستونزمنه ده چې د کورنۍ خرڅ پوره کړو. موږ د کورنۍ د اړتیاوو پوره کولو او ملاتړ وسه نه لرو. نورو مرستو ته اړتیا ده چې له خلکو سره وشي.»

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې روزا اوتونبایوا بیا په افغانستان کې د بې‌وزلۍ زیاتېدو په اړه اندېښنه ښيي او وايي، لوېدیځ هېوادونه اوس په افغانستان کې له نورو ډېرې مرستې کوي او دغه هېوادونه له اسلامي امارت څخه غواړي چې د افغان ښځو او نجونو حقونه خوندي کړي.

خو اسلامي امارت وايي، مرستندویه هېوادونه باید له افغانانو سره کېدونکې مرستې سیاسي نه کړي او هغه پر سرپرست حکومت د فشار وسیلې په توګه ونه کاروي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال بلال کریمي وايي: «بشري مسایل باید له قید او شرط پرته سر ته ورسېږي. دا مرستې باید سیاسي نه‌شي. دا یو مهم اصل دی. اسلامي امارت له قید او شرط پرته پرستې مني. بله‌خوا موږ له اړمنو سره د مرستې او د خلکو د ستونزو حل لپاره پر پلانونو او ځانګړو طرحو کار کوو.»

د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام د افغانستان برخې مسوولان زیاتوي چې د روان زېږدیز کال په لومړیو شپږو میاشتو کې یې له ۱۶ میلیونه ډېرو اړمنو افغانانو سره چې ۸ میلیونه یې ښځې دي، د خوراکي توکو مرسته کړې ده.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام