Asset 1SWN

د خوړو نړیوال پروګرام: په څو ورځو کې به پر نهه میلیونه افغانانو مرستې ودرېږي

faqrrr-ps8q9w75y29y5mmeem1qjfk1yp2ptw8vxslm3694zs

د خوړو نړیوال پروګرام یا «WFP» تېره ورځ پر خپلې ټویټرپاڼه خبرداری ورکړی چې که تر راتلونکو څو ورځو پورې ورته په بیړنۍ توګه بودیجه ونه ‌رسېږي، افغانستان کې به یې پر نهه میلیونه اړمنو افغانانو د مرستو وېش ودرېږي.

د خوړو نړیوال پروګرام په خبرپاڼه کې لیکل شوي یوازې په را روانه اپرېل میاشت کې له ۱۳ میلیونه اړمنو افغانانو سره د مرستې په موخه ۹۳ میلیونه ډالرو او د راتلونکو شپږو میاشتو لپاره ۸۰۰ میلیونه ډالرو ته بیړنۍ اړتیا لري.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

په ورته وخت کې یوشمېر اړمن افغانان په هېواد کې د وزګارتیا کچې لوړېدو ته په اشارې وايي، د ورځې شاوخوا سل افغانۍ عاید لري او په همدغو پیسو یې ټوله کورنۍ شپه او ورځ تېروي.

د کابل ښار اوسېدونکی عبدالقدیر چې د ښار په یوه څنډه کې موچي‌توب کوي وايي، ډېر کله یې د ورځې یوازې ۴۰ یا ۵۰ افغانۍ کار کړی او نه‌دی توانېدلی چې خپلې اووه‌کسیزې کورنۍ ته پرې یوازې وچه ډوډۍ وپېري.

هغه وايي، تر خیمې لاندې ژوند کوي او مخکې به یې له ۲۰۰ تر ۳۰۰ افغانیو کار کاوه، خو اوس یې کاروبار خراب شوی او د بې‌وزلۍ تر کرښې لاندې ژوند کوي.

د کابل ښار یو بل اوسېدونکی رستم هم ورته شکایت لري. هغه وايي: «کراچۍ چلوم. هره ورځ راځم چې د خلکو بار یوسم، خو خلک راته وایي کراچۍ دې لنده ده. بې‌وسه او بې‌وزله یوو. اوس مو خیمې لنده ده، را څاڅي. د څو مټره خیمې د پېرلو وسه نه لرو. ټوله ورځ ګرځو چې کار ومومو، خو نشته. روژه‌ماتي ته یوازې لس یا پنځه ډوډۍ راوړم، بس.»

بله‌خوا د اقتصادي چارو شنونکی تاج‌محمد تلاش وايي، که پر افغانستان د نړیوالو سازمانونو مرستې ودرېږي، بشري وضعیت به لاپسې سخت شي او په وینا یې، د خوړو نړیوال پروګرام وروستۍ خبرپاڼه د افغانستان د اقتصادي نظام لپاره یو بد خبر دی.

تلاش ټینګار کوي چې افغانستان باید له نړیوالې ټولنې سره ډیپلوماټیکې اړیکې جوړې کړي. هغه وايي، نړیواله ټولنه به هم د دغسې وضعیت د رامنځته کېدو مخه ونیسي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

خو د اقتصاد وزارت ویاند عبدالرحمان حبیب وايي چې د هېواد کې د هر ډول سختو شرایطو د راتلو لپاره بشپړ چمتووالی لري. د نوموړي په خبره، تر هغه چې د افغانستان کورنی اقتصاد پر پښو ونه درول شي، د بې‌وزلۍ په مخنیوي کې د نړیوالې ټولنې مرستې بې‌اغېزې دي.

د معلوماتو له مخې، پر افغانستان د اسلامي امارت په واکمنۍ سره هېواد کې د وزګارتیا کچه لوړه شوې او ګڼ‌شمېر کسانو خپلې دندې او لوی او واړه کاروبارونه له لاسه ورکړي او همدا لامل دی چې د بې‌وزلۍ کچه هم خپل اوج ته رسېدلې ده. د ملګرو ملتونو سازمان د وروستیو شمېرو له مخې، اوس په ټول هېواد کې ۲۸ میلیونه او ۳۰۰ زره افغانان لومړنیو بشري مرستو ته اړتیا لري.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام