Asset 1SWN

په څه باندې یوه کال کې ۱۴۵ افغانان د کډوالۍ پر ناقانونه لارو مړه شوي

Italy-q2rtjzymc5thriwj6nej122d7njcnzjnpfqehjq554

د سلام‌وطندار د موندنو پر بنسټ، د تېر څه باندې یوه کال پر مهال په ۱۴ پېښو کې ۱۴۵ افغانان د ناقانونه کډوالۍ پر سختو لارو مړه شوي او لسګونه نور هم ټپیان شوي دي. که څه هم افغانانو له لسیزو راهیسې ناقانونه کډوالۍ ته مخه کړې، خو د اسلامي امارت په واکمنېدو سره دا لړۍ چټکه شوې چې له کبله یې لسګونه کسان قرباني شوي دي.

د اسلامي امارت د واکمنۍ په لومړنیو شپږو میاشتو کې د درېوو پېښو له کبله چې په ۱۴۰۰ کال کې شوي، پنځه افغانان د ناقانونه کډوالۍ پر لارو مړه شوي، نهه نور ټپیان شوي او دوه ماشومانو ته هم سختې یخنۍ زیان اړولی دی.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د ۱۴۰۱ کال پر مهال په یوولسو پېښو کې ۱۴۰ افغان کډوال د کډوالۍ پر ناقانونه لارو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. د دغو پېښو ډېره برخه په اېټالیا، بلغارستان، ایران او د ترکیې او ایران پر پولې شوې دي. د دغو افغانانو د مړینه لاملونه د کښتۍ ډوبېدل، د اکسېجن نه رسېدل، د موټرو ټکر او د پوله‌ساتو ځواکونو له لوري په نښه کېدل دي.

په رسنیو کې د خپرو شویو پېښو پر بنسټ، ډېری پېښې د ۱۴۰۱ کال په کب میاشت کې شوي چې په پنځو هغو کې یې ۱۱۷ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. د دغو پېښو یوه ستره هغه په اېټالیان کې د د کډوالو کښتۍ ډوبېدل و چې د ۱۴ ماشومانو په ګډون، ۹۱ افغانانو په‌کې خپل ژوند بایلود.

د افغانستان د ملي راډیو ټلوېزیون مخکینۍ ویاند تورپیکۍ امرخېل هم د دغو قربانیانو په ډله کې وه. د هغې یوه همکار چې نه غواړي نوم یې یاد شي، سلام‌وطندار ته ویلي: «تورپیکۍ درې میاشتې مخکې یو پیغام رالېږلی و او په‌کې ویلي یې و چې غواړم ترکیې ته ولاړه شم او څه موده په ترکیه کې وه. هغې د کورنۍ له پنځو نورو غړیو سره غوښتل چې اروپا ته ولاړه شي. څومره مې چې د تورپیکۍ له ورور نه اورېدلي، هغوی تر اوسه د هغې جسد موندلی نه‌دی. زه پر هغو ډېر افسوس کوم چې ځانونه یې د خبریالانو ملاتړي بلل. کله چې تورپیکۍ غوښتل له افغانستانه ووځي، ولې په رسمي ډول ونه وتله؟ نو ځکه ډېر خپه شوی یم.»

یو بل افغان هلال چې تېر کال پر ناقانونه لارو لومړی ایران او بیا ترکیې ته تللی، وايي: «قاچاقي لارې ډېر ګواښونه او ستونزې لري. هر ګام یې مرګ دی. اوبه نشته، ډوډۍ نشته؛ څوک چې له موږ سره وو، له لوږې او تندې مړه شول.»

په همدې حال کې د ټولنیزو چارو شنونکی محمدنبي احمدي بیا ناامني، وزګارتیا او د ناروښانه راتلونکې په اړه ناهیلي له هېواده د افغانانو د کډوالۍ اصلي لاملونه بولي. هغه زیاتوي: «د بې‌وزلۍ او وزګارتیا کچه لوړه ده او خلک د ناامنۍ احساس کوي. هېواد تل بې‌ثباته او ناڅرګند وضعیت کې وي. خلک خپله راتلونکې ناڅرګنده او تیاره ګوري او له همدې کبله په ډله‌ييزه توګه کډوال کېږي.»

د افغان کډوالو ډېره برخه چې په پاکستان، ایران او د سیمې یوشمېر نورو هېوادونو کې دي، یوازې د یوې مړۍ ډوډۍ موندلو په موخه یې کډوالۍ ته مخه کړې ده. خو د اقتصاد وزالت مسوولان وايي چې د وزګارتیا او بې‌وزلۍ مخنیوي په موخه یې پر سترو اقتصادي پروژو تمرکز کړی دی.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د اقتصاد وزارت ویاند عبدالرحمان حبیب وايي چې یوازې د قوش‌تپې کانال په پروژه کې ۵۵۰۰ کسان پر کار بوخت دي او زرګونه نور هم د کانونو په را اېستلو کې کار کوي.

د اسلامي امارت له واکمنېدو وروسته اروپايي هېوادونو ته هم د کډوالۍ څپه ور تېزه شوې او د اروپايي ټولنې د شمېرو پر بنسټ، تېر کال له ۱۱۳ زرو نه ډېرو افغانانو اروپايي هېوادونو ته د پناه ور وړلو غوښتلیکونه لېږلي دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام