په افغانستان کې د ژوند لپاره د اړینو شرایطو نه موجودیت تل د دې لامل شوی چې د دې خاورې ګڼ ځوانان نورو هېوادونو ته د سفر موزې په پښو کړي او د موخې هېواد ته پر لارو له سختو کړاوونو او ترخو خاطرو سره مخ شي.

مصطفی محمدي هغه ۱۶ کلن ځوان دی چې د غوره ژوند او ښه عاید ترلاسه کولو لپاره یې نامنظمې کډوالۍ ته مخه کړې او له څو اروپايي هېوادونو تېر شوی، څو د خپلو خوبونو هېواد ته ورسېږي.

مصطفی وايي، که څه هم کورنۍ یې د ده له کډوال کېدو ناخوښه وه او څو ځله یې د دغه شان کډوالۍ د خطرونو په اړه ورته خبرداری ورکړی و، خو په هېواد کې روانې ناامنۍ او د کاري اسانتیاوو نه شتون لامل شو چې دغه ټول خطرونه ومني او په هره بیه چې وي، ځان یوه بهرني هېواد ته ورسوي.

د مصطفی له کډوالۍ پنځه کاله اوړي، خو وايي هېڅکله به ایران او له هغه ځایه اروپايي هېوادونو ته د کړي سفر کړاوونه او ترخې خاطرې هېرې نه کړي.

مصطفی ایران ته پر لارو دوه اوونۍ مزل کړی او په دې موده کې له وهلو، ټکولو، سپکو سپورو، لوږې او تندې سره مخ شوی دی.

مصطفی چې سویډن ته یې د تللو نیت درلود، په ایران کې له لنډې مودې استوګنې وروسته د اروپا په سفر ووت، لومړی ترکیې او له هغه ځایه اروپايي هېوادونو ته روان شوی.

د هغه په خبره، د ایران او ترکیې پر پوله یې د ګڼو ځوانانو جنازې لیدلې چې ډېری یې افغانان وو.

مصطفی ترکیې ته تر رسېدو وروسته د یونان خوا ته روانېږي او د جنازو لیدو یې پر روحیې بد اغېز کړی دی.

هغه وايي، کومه بادي کښتۍ چې ټاکل شوې وه دی او ملګري یې یونان ته ورسوي، ۲۰ کسان په‌کې ځایېدل، خو د ډېرو کسانو له کبله ۴۵ کسان په‌کې ځای سپاره شول.

د هغه په وینا، په خپلو سترګو یې لیدلي چې د افغان کډوالو بېړۍ سمندر کې ډوبه شوې او د هغوی چې لامبو زده وه، ځانونه به یې ژغورل، خو د چا چې به لامبو وهل نه وو زده، سیند کې به ډوب شول.

سره له دې چې مصطفی په ډېرو ستونزو سویډن ته رسېږي، خو وايي، هېڅکله باید د قاچاقیانو پر خبرې باور وشي.

په همدې حال کې د کډوالۍ د مالوماتي مرکز سلاکاره فریحه جبارخېله سلام‌وطندار ته وايي، د نامنظمې کډوالۍ ستونزو او خطرونو په اړه د خلکو نه پوهاوی، د دغسې ننګونو او ستونزو لامل کېږي.

د هغې په وینا، ان که کډوال د موخې هېواد ته هم ورسېږي، بیا هم د خپل ژوند مخ ته بیولو لپاره له اړینو فرصتونو نه ګټه نه شي اخیستلی.

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت ویاند سیدعبدالباسط انصاري وايي، د نامنظمې کډوالۍ مخنیوي لپاره یې ښوونځیو، پوهنتونونو او نورو روزنیزو ځایونو کې د عامه پوهاوي ورکولو پروګرامونه پیل کړي دي.

د هغه په وینا، دغه پروګرامونه د نامنظمې کډوالۍ کمېدو لامل هم شوي او خلک د نامنظمې کډوالۍ خطرونو په اړه خبر شوي او تر پخوا کم دغې کډوالۍ ته مخه کوي.

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت د راپورونو له مخې، په ټوله نړۍ کې شاوخوا ۶.۵ میلیونه افغان پناه‌غوښتونکي ژوند کوي.

کلیدواژه‌ها: // // //

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام