له هغه وروسته چې جمهوریت سقوط شو او اسلامي امارت واک ته ورسېد، د نورو افغانانو ترڅنګ، زرګونه خبریالانو هم خپلې دندې له لاسه ورکړې او د هېواد پرېښودو ته اړ شول. په تېر څه باندې یوه کال کې سلګونه رسنۍ وتړل شوې چې له کبله یې زرګونه خبریالان او د رسنیو کارکوونکي هم وزګاره شول.

پاکستان هغه هېواد دی چې سلګونه زره افغانان د ا.ا له واکمنېدو وروسته په دې موخه ورغلي چې له لارې یې امریکا، اروپايي او ځینو نورو هېوادونو ته ځانونه ورسوي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

که څه هم یوشمېر خبریالان، د بشري حقونو او مدني فعالان له دغه هېواده بهرنیو هېوادونو ته وتلي، خو لا هم سلګونه خبریالان له یوه کال انتظار او سختیو تېرولو وروسته دغه هېواد کې سختې شپې او ورځې تېروي.

شکریه صدیقي چې شاوخوا یوه لسیزه یې هرات کې له بېلابېلو رسنیو سره کار کړی سلام‌وطندار ته وویل چې نه یوازې د جرمني محلي کارکوونکې وه، بلکې پي۲ کېس هم لري او یو کال مخکې په قانوني ډول پاکستان ته راغلې، خو تر اوسه بې‌برخلیکه پاتې ده.

شکریه چې خاوند او درې ماشومان یې هم ورسره دي وايي، سره له دې چې مخکې به یې نورو ته د اروايي ناروغیو د کنټرول لارښوونې کولې، خو پاکستان کې اقتصادي او د اوسېدو ستونزو او بې‌برخلیکه ژوند اوس خپله پر دې ناروغي اخته کړې ده.

هغه وايي: «زما اروايي وضعیت ښه نه‌دی. مخکې به مې نورو ته د اروايي وضعیت د کنټرول لارښوونه کولې، خو اوس مې ځان کنټرول نه شوای کړای. په دې وروستیو کې مې زړه تنګېږي. ځان بې‌برخلیکه بولم او فکر کوم هر څه خراب شوي او بیا به جوړ نه شي.»

محمدیونس قاري‌زاده چې کلونه یې سمنګان کې له رسنیو سره کار کړی هم د نږدې یوه کال له تېرېدو سره سره خپل نامعلوم برخلیک ته اندېښمن دی. هغه وايي، د ویزو موده یې پوره شوې او اوس نه د پاکستان حکومت نوې ویزې ورکوي او نه هم بېرته هېواد ته ستنېدلی شي.

د نوموړي په وینا، له یوې خوا د پاکستان حکومت او په دغه هېواد کې د ملګرو ملتونو د کډوالۍ عالي کمېشنري افغانانو ته د کډوالۍ کارتونه نه ورکوي او بله‌خوا یې کېسونه هم ژر نه پراسېس کوي چې دغه وضعیت پر اروايي ستونزو اخته کړي دي.

«زه خپله فشار سره مخ یم او خپګان راته پیدا شوی. کله چې یوازې کېنم، اندېښنې مې زیاتېږي، وزن مې کم شوی او اشتها مې هم له لاسه ورکړې. کله چې له ملګرو سره کېنم، هغه خوښي او خندا نشته چې مخکې به مې افغانستان کې لرل.»

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

قاري‌زاده زیاتوي چې نږدې یو کال مخکې یې په یوا‌ن‌اېچ‌سي‌ار اداره کې نوملیکنه کړې وه، خو د نهو میاشتو په تېرېدو سره یې یوازې یوه انټرویو ترې اخیستې او نورې چارې یې لا پر ځای پاتې دي.

فضیله جویا یوه بله افغانه خبریاله ده چې پاکستان کې له سخت روحي او رواني فشارونو سر ټکوي. هغه وايي، د افغانستان په یوه ولایت کې یې له محلي رسنیو سره کار کاوه او د ا.ا له واکمنېدو وروسته یې کورنۍ هېواد کې پريښې او دا پاکستان ته تللې، خو اوس هلته بې‌برخلیکه پاتې ده.

د جویا په وینا، یوازې دا نه، بلکې سلګونه نور افغانان، په تېره خبریالان په پاکستان کې له ناڅرګند برخلیک او سختو اقتصادي او اروايي ستونزو سره مخامخ دي: «زموږ روحي وضعیت خراب دی؛ ځکه بې‌برخلیکه پاتې یوو. هېڅ نه پوهېږو چې برخلیک به مو څه کېږي او دا زموږ لپاره ډېره دردوونکې ده.»

دغه خبریالان وايي، پاکستان ټولو افغانانو ته خبرداری ورکړی چې د روان زېږدیز کال تر پایه اجازه‌لیکونه واخلي او دغه هېواد پرېږدي، که‌نه په وینا یې، بندیان به یې کړي.

دوو نورو افغان خبریالانو چې کلونه یې په کابل او روزګان کې له بېلابېلو رسنیو سره کار کړی، هم د نومونو نه خپرېدو په شرط سلام‌وطندار ته ویلي چې پاکستان کې د اقتصادي، ټولنیزو او امنیتي فشارونو ترڅنګ یې خپل ناڅرګند برخلیک ځوروي او د یوه کال په تېرېدو لا هم نه پوهېږي چې برخلیک به یې څه کېږي؟

دغه افغان خبریالان د امریکا او نورو اروپايي هېوادونو ترڅنګ، د خبریالانو پر نړیوالو ملاتړو بنسټونو هم نیوکې کوي چې له ژمنو سره سره یې دوی هېر کړي دي. دوی زیاتوي چې د امریکا یوه ځانګړي بنسټ د یوه کال په تېرېدو سره لا هم د پي۱ او پي۲ کېسونو د پر مخ وړلو لپاره په پاکستان کې فعالیت نه‌دی پیل کړی او دغه هېواد کې د ملګرو ملتونو د کډوالۍ اداره یې هم کېسونه یا هېڅ پر مخ نه وړي یا هم ډېر ځنډ په‌کې کوي.

بله‌خوا جرمني تازه اعلان کړی چې د یوه نوي پروګرام له لارې به هره میاشت ۱۰۰۰ افغانان چې ژورنالېستان هم په‌کې شامل دي، دغه هېواد ته د تلو لپاره ومني، خو د معلوماتو پر بنسټ، هغه خبریالان چې په پاکستان او نورو درېیمو هېوادونو کې دي، دغه پروګرام کې نه منل کېږي.

په پاکستان کې مېشت خبریالان د جرمني پر دې پرېکړه هم نیوکه کوي او وايي، یاد هېوادونه د خپلو تېرو ژمنو پر بنسټ، د دې پر ځای چې دوی ته لومړیتوب ورکړي، لا یې له خپلو پروګرامونو لرې ساتي.

موږ هڅه وکړه چې په دې اړه په پاکستان کې د یوان‌اېچ‌سي‌ار ادارې نظر هم واخلو، خو له هڅو سره سره بریالي نه شوو.

بله‌خوا د افغان خبریالانو او رسنیو ملاتړي بنسټونه هم په پاکستان او نورو ګاونډیو هېوادونو کې د خبریالانو د وضعیت په اړه اندېښنه ښيي.

د افغانستان د ازادو رسنیو د ملاتړ ټولنې یا نی مسوول ظریف کریمي له سلام‌وطندار سره مرکه کې پر نړیوالې ټولنې، په تېره د خبریالانو پر نړیوالو ملاتړو بنسټونو نیوکه کوي چې د خبریالانو د ستونزو حل برخه کې یې خپلې ژمنې نه‌دي عملي کړي.

هغه وايي، که د نړیوالې ټولنې او د خبریالانو نړیوالو ملاتړو بنسټونو روانه بې‌غوري همداسې دوام وکړي، افغان خبریالان به چې کلونه یې افغانستان کې د بیان او رسنیو ازادۍ لپاره کار کړی، په درېیمو هېوادونو کې سخت کړاوونه وویني.

اقتصادي ستونزې، د ویزو د مودې پوره کېدل، د کډوالۍ کارتونو نه ورکړه، د ملګرو ملتونو د کډوالۍ دفتر کې د کېسونو نه پراسېس کېدل، د خبریالانو د اېستلو برخه کې پر خپلو ژمنو د امریکا او نورو اروپايي هېوادونو نه درېدل، د پاکستان له لوري د افغانانو د ویزو نه تمدیدېدل او پر هغوی لا فشار راوړل هغه لویې ستونزې او ننګونې دي چې پاکستان کې مېشت افغانان، په تېره خبریالان ورسره لاس او ګرېوان دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام